سعودی عربستان دیمن یو شمیر کب نیونکی ووژل
-
دیمن پوځ او ولسي کمیټیو په تیرې پنجشنبې ورځ هم په صماد درې (SAMAD3)ډوله بې پایلوټه الوتکې سره د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ هوايي ډګر حمله وکړه
زمونږخبریال وایی دیمن دخلکو پرضد د سعودی عربستان د دیکتاتور رژیم د ړندو حملو په دوام کښې ددغه هیواد جنګی الوتکو په سره سمندر (Red Sea)کښې د یمن د کب نیوکو په څلورو (۴)کشتیو حملې وکړې .
د سعودی عربستان دجنګی الوتکو په حملو کښې دیمن ټول کب نیوکی چې په کشتیو کښې سپاره وو ووژل شول .
تراوسه د وژل شویو کب نیونکو دقیق شمیر نه دی معلوم .
له تیرو دریو(۳) ورځو راهسې د سعودی عربستان جنګی الوتکې نیغ په نیغه د یمن په کب نیونکو او دحدیده ښار په بیخ بنایانو حملو ته دوام ورکوی .
سعودی عربستان د یمن دعسکرو لخوا دخپل هیواد ددوو(۲) جنګی کشتیو له تباه کیدا وروسته د الحدیده ولایت په ملکی سیمو او تاسیستانو حملې زیاتې کړی دی .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو په تیرې پنجشنبې ورځ هم په صماد درې (SAMAD3)ډوله بې پایلوټه الوتکې سره د متحده عربی اماراتو په ابوظهبۍ هوایی ډګر حمله وکړه او یو شمیر تاوانونه یې واړول .