سعودی عربستان دیمن یو شمیر کب نیونکی ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75132-سعودی_عربستان_دیمن_یو_شمیر_کب_نیونکی_ووژل
زمونږخبریال وایی دیمن دخلکو پرضد د سعودی عربستان د دیکتاتور رژیم د ړندو حملو په دوام کښې ددغه هیواد جنګی الوتکو په سره سمندر (Red Sea)کښې د یمن د کب نیوکو په څلورو (۴)کشتیو حملې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2018 00:41 Asia/Kabul
  • دیمن پوځ او ولسي کمیټیو په تیرې پنجشنبې ورځ هم په صماد درې (SAMAD3)ډوله بې پایلوټه الوتکې سره د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ هوايي ډګر حمله وکړه
    دیمن پوځ او ولسي کمیټیو په تیرې پنجشنبې ورځ هم په صماد درې (SAMAD3)ډوله بې پایلوټه الوتکې سره د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ هوايي ډګر حمله وکړه

زمونږخبریال وایی دیمن دخلکو پرضد د سعودی عربستان د دیکتاتور رژیم د ړندو حملو په دوام کښې ددغه هیواد جنګی الوتکو په سره سمندر (Red Sea)کښې د یمن د کب نیوکو په څلورو (۴)کشتیو حملې وکړې .

 د سعودی عربستان دجنګی الوتکو په حملو کښې دیمن  ټول کب نیوکی چې په کشتیو کښې سپاره وو ووژل شول .

تراوسه د  وژل شویو کب نیونکو دقیق شمیر نه دی معلوم .

له تیرو دریو(۳) ورځو راهسې د سعودی عربستان جنګی الوتکې نیغ په نیغه د یمن په کب نیونکو او  دحدیده ښار په بیخ بنایانو حملو ته دوام ورکوی .

سعودی عربستان د یمن دعسکرو لخوا دخپل هیواد ددوو(۲) جنګی کشتیو له تباه کیدا وروسته د الحدیده ولایت په ملکی سیمو او تاسیستانو حملې زیاتې کړی دی .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو په تیرې پنجشنبې ورځ هم په صماد درې (SAMAD3)ډوله بې پایلوټه الوتکې سره د متحده عربی اماراتو په ابوظهبۍ هوایی ډګر حمله وکړه او یو شمیر تاوانونه یې واړول .