په سوریې کښې د ایران شتون قانوني دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75181-په_سوریې_کښې_د_ایران_شتون_قانوني_دی
په نیواکي ټاټوبي کښې د روسیې سفیر الیکذینډر شین بیګا وویل: په سوری کښې د ایران شتون قانوني دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2018 02:58 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې د ایران شتون قانوني دی

په نیواکي ټاټوبي کښې د روسیې سفیر الیکذینډر شین بیګا وویل: په سوری کښې د ایران شتون قانوني دی

د ایرنا د رپورټ له مخې د صهیونیسټي رژيم له خوا په نیول شوي فلسطین کښې د روسیې سفیر د صهیونیسټي رژيم د ټیلیویژن لسم چین ته په مرکه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په سوریې کښې د ایران شتون بیخي قانوني او د ملګرو ملتو د اصولو او قوانینو مطابق دی، زیاته کړه: ایران له سوریې څخه وتلو ته نه شو مجبورولی.

هغه ټینګا روکړ چې له سوریې څخه د ایران او د هغه د انډیوالو ځواکونو د وتنې د ضرورت لپاره د اسرائیلو د رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو غوښتنه یوه عبث غوښتنه او په حقیقت سترګې پټول دي.