۱۸ میلیونه یمنیان خوراکي امنیت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75182-۱۸_میلیونه_یمنیان_خوراکي_امنیت_نه_لري
د خوړو نړیوال پروګرام په یو رپورټ کښې په دې خبرې سره چې په یمن کښې انساني وضعه ډیره خواشینونکې ده، په دغه جنګ ځپلي هیواد کښې د ۱۸ میلیون کسانو د خوراکي امنیت د نشتوالي په هکله خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2018 03:00 Asia/Kabul
  • ۱۸ میلیونه یمنیان خوراکي امنیت نه لري

د خوړو نړیوال پروګرام په یو رپورټ کښې په دې خبرې سره چې په یمن کښې انساني وضعه ډیره خواشینونکې ده، په دغه جنګ ځپلي هیواد کښې د ۱۸ میلیون کسانو د خوراکي امنیت د نشتوالي په هکله خبرداری ورکړ.

د المیادین ټي وي چینل د رپورټ له مخې د خوړو نړیوال پروګرام پرون په خپل رپورټ کښې وویل چې د یمني ماشومانو اوسط خوارځواکي په نړۍ کښې ترټولو لوړ نسبت لري او په دغه هیواد کښې لوږې یو بې مخینې ریکارډ جوړ کړی دی.

دغه رپورټ زیاتوي: د خوړو، سونګو او درملو د بندولو په شان یمن ته په مرسته رسونې کښې ګډوډی به د لوږې له لاسه د میلیونونو یمنیانو د وژل کیدو سبب شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په رپورټ کښې همداشان راغلي دي: د امیندوارو او شیدې ورکونکو ښځو او له پنځو کالو د کم عمره ماشومانو په شمول څه باندې درې میلیونه (دیرش لکه) یمنیان خوراکي ملاتړ او له خوارځواکۍ د رامینځته شویو ستونزو هواري ته اړمن دي.

څه باندې درې کاله وشول چې د عربستان په مشرۍ عربي ائتلاف د یمن ټولې سمندري او ځمکنۍ لارې او سرحدونه بند کړي دي او دغه بې وزله هیواد ته د مرستندویه الوتکو د تګ مخه یې هم نیولې ده.

دغه ائتلاف کابو دوه میاشتې مخکښې د نړیوالو سازمانونو له خبرداریو سره سره، یمن ته د انساندوستانه مرستو د رسیدو یوازنی لاره یعنې الحدیده بندر د هراړخیزو بریدونو هدف وګرځوه او د هغه د نیولو هڅه یې وکړه خو دغه کار د یمن د پوځي او ولسي ځواکونو په مقاومت سره له ماتې سره مخ شو.