امریکا باید دسوریې له التنف پوځی اډې ووځی
-
سوریې په ځلونو دامریکا دعسکرو شتون نیواکګرۍ بللي ده او پر واشنګټن یې غږ کړی دی چې خپل پوځیان له سوریې وباسي .
اسپوتینک (Sputnik) خبری اژانس وایی د روسیې د پوځ د لوی درستیزوالۍ د اصلی عملیاتو قومندان سرګی رادسکوی(Sergey Rudskoy,) دسوریې له التنف اډې د امریکا د عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .
هغه وویل د سوریې دالتنف شاوخوا سیمې چې هماغه راز د امریکا دعسکرو په کنټرول کښې دی په تیرو څو اونیو کښې د داعش د ترهګرې ډلې د غړیو د شتون د زیاتیدا کتونکی دی .
سرګی راد سکوی وویل دسوریې پوځ له ترهګرو سره په مقابلې کښې بریالی دی .
امریکا د سوریې دالتنف دپوځی اډې په خوا کښې یوه سیمه په نیواک کښې وروستلی ده او هلته ترهګرو ډلو ته پوځی روزنه او وسلې او تجهیزات ورکوی .
سوریې په ځلونو دامریکا دعسکرو شتون نیواکګرۍ بللی ده او پر واشنګټن یې غږ کړی دی چې خپل پوځیان له سوریې وباسی .
امریکا له سعودی عربستان ، بریتانیا ، فرانسې ، متحده عربی اماراتو، ترکیې ، قطر، اردن ،اسرائیلو ،بحرین او کویت وغیره سره یوځاې په سوریې او عراق کښې د ترهګرو ډلو ستره ملاتړی ده .