په سوریې کښې داسرائیلو او امریکا وسلې کشف شوې
Aug 03, 2018 01:45 Asia/Kabul
-
دسوریې پوځ همدا اوس ددرعا ولایت اته نوي (۹۸)فیصده سیمې له ترهګرو پاکې کړي دي .
زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ پرون په درعا ولایت کښې دامریکا او د اسرائیلو د ډیرو جوړو وسلو ، مهماتو او دچاودیدونکو موادو د کشفولو خبر ورکړ .
دامریکا او د اسرائیلو جوړ دغه وسلې او مهمات دسوریې د درعا ولایت په شمال لویدیځ کښې په حوض الیرموک سیمه کښې دپلټڼې دعملیاتو په وخت کشف شوی دی .
دسوریې پوځ همدا اوس ددرعا ولایت اته نوی (۹۸)فیصده سیمې له ترهګرو پاکې کړی دی .
مخکې هم دسوریې په بیلابیلو سیمو کښې دامریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د اسرائیلو دجوړو وسلو او مهماتو څو ګودامونه کشف شوی وو .
ټیګونه