په سوریې کښې داسرائیلو او امریکا وسلې کشف شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75270-په_سوریې_کښې_داسرائیلو_او_امریکا_وسلې_کشف_شوې
زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ پرون په درعا ولایت کښې دامریکا او د اسرائیلو د ډیرو جوړو وسلو ، مهماتو او دچاودیدونکو موادو د کشفولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2018 01:45 Asia/Kabul
  • دسوریې پوځ همدا اوس ددرعا ولایت اته نوي (۹۸)فیصده سیمې له ترهګرو پاکې کړي دي .
    دسوریې پوځ همدا اوس ددرعا ولایت اته نوي (۹۸)فیصده سیمې له ترهګرو پاکې کړي دي .

زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ پرون په درعا ولایت کښې دامریکا او د اسرائیلو د ډیرو جوړو وسلو ، مهماتو او دچاودیدونکو موادو د کشفولو خبر ورکړ .

دامریکا او د اسرائیلو جوړ دغه وسلې او مهمات دسوریې د درعا ولایت په شمال لویدیځ کښې په حوض الیرموک سیمه کښې دپلټڼې دعملیاتو په وخت کشف شوی دی .

دسوریې پوځ همدا اوس ددرعا ولایت اته نوی (۹۸)فیصده سیمې له ترهګرو پاکې کړی دی .

مخکې هم دسوریې په بیلابیلو سیمو کښې دامریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د اسرائیلو  دجوړو وسلو او مهماتو څو ګودامونه کشف شوی وو .