دلبنان حزب الله غورځنګ له سوریې نه دی وتلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75283-دلبنان_حزب_الله_غورځنګ_له_سوریې_نه_دی_وتلی
ایرنا خبری اژانس وایی د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د اجرایی شورا مشر شیخ علی دعموش ټینګار وکړ حزب الله غورځنګ دسوریې له جنوب څخه نه دی وتلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2018 00:07 Asia/Kabul
  • هغو هیوادونو چې دسوریې ، ایران ، او حزب الله په ماتي یې حساب خلاص کړی وو په خپله ماتي وخوړله او ووتل .
    هغو هیوادونو چې دسوریې ، ایران ، او حزب الله په ماتي یې حساب خلاص کړی وو په خپله ماتي وخوړله او ووتل .

ایرنا خبری اژانس وایی د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د اجرایی شورا مشر شیخ علی دعموش ټینګار وکړ حزب الله غورځنګ دسوریې له جنوب څخه نه دی وتلی .

هغه وویل هغو هیوادونو چې دسوریې ، ایران ، او حزب الله په ماتی یې حساب خلاص کړی وو په خپله ماتی وخوړله او ووتل او حزب الله غورځنګ له سوریې یا ددغه هیواد له جنوب څخه نه دی وتلی .

د لبنان دحزب الله داجرایی شورا مشر شیخ علی دعموش زیاته کړه هغه هیوادونه چې دسوریې له جنوب څخه ووتل او په راتلونکی کښې به هم له ټولې سوریې ووځی امریکا ، د اسرائیلو رژیم، سعودی عربستان او  هغه ترهګر دی چې دسوریې او دسیمې د ورانولو لپاره ورغلی وو .

په تیرو څو ورځو کښې ځینو رسنیو د سوریې له جنوب او له نیواکی فلسطین سره له سرحدی سیمو د لبنان دحزب الله غورځنګ په شمول د سوریې د هم تړونه ځواکونو دوتلو په اړه ادعاګانې خپرې کړې .

دعموش ټینګار وکړ په سوریې کښې ټول بدلونونه او نښې نښانې د ترهګرو ډلو او دهغوې دملاتړو هیوادونو پرضد جنګ کښې د سوریې دحکومت او د دوې  دهم تړونه هیوادونو د بریالیتوب ښودنه کوی .

دلبنان دحزب الله دغه نامتو مشر وویل د سوریې په جنوب کښې د پوځ بریالیتونونو دجولان په سرحدونو کښې د ترهګرو ډلو ګیرچاپیر د امنیتی کمربندپه رامینځته کولو کښې د امریکا، د سعودی عربستان او داسرائیلو پلان له ماتی سره مخ کړ .