عربستان د کاناډا سفیر وباسه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75348-عربستان_د_کاناډا_سفیر_وباسه
د عربستان د بهرنیو چارو وزارت نن سهار په دغہ هیواد کښې د مدني ټولنې او د ښځو د حقوقو د فعالانو له نیولو څخه د کاناډا د حکومت د اندیښنې څرګندولو په غبرګون کښې په ریاض کښې د کاناډا سفیر یو ناخوښه کس وباله او تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې یې ورته له عربستانه د وتلو حکم ابلاغ کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2018 02:15 Asia/Kabul
  • عربستان د کاناډا سفیر وباسه

د عربستان د بهرنیو چارو وزارت نن سهار په دغہ هیواد کښې د مدني ټولنې او د ښځو د حقوقو د فعالانو له نیولو څخه د کاناډا د حکومت د اندیښنې څرګندولو په غبرګون کښې په ریاض کښې د کاناډا سفیر یو ناخوښه کس وباله او تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې یې ورته له عربستانه د وتلو حکم ابلاغ کړ.

د ایرنا د خبر له مخې سعودي عربستان همداشان له کاناډا څخه خپل سفیر بیرته وروغوښته او په دغه هیواد کښې یې خپل ټول نوي سوداګري او د پانګونې فعالیتونه وځنډول.

د ویلو ده چې سعودي رژیم تیره اونۍ د سمر بدوي او نسیمه الساده په نومونو د مدني ټولنې او د ښځو د حقوقو دوه فعالانې نیولې دي.

کاناډا له دغو نیونو وروسته په یوه خبرپاڼه کښې په عربستان کښې د مدني فعالانو له نیول کیدو اندیښنه څرګنده کړه او د هغوي د آزادۍ غوښتنه یې وکړه.

زیاتره نړیوالو او د بشري حقوقو سازمانونو لکه د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقوقو څارونکې ادارې هم د سعودي رژیم پر دغه کار نیوکه کړې ده.

د دغو سازمانونو په وینا، سعودي رژیم په نړۍ کښې د بشري حقوقو یو ستر خلاف ورزي کونکی دی.

په عربستان کښې د سیاسي بندیانو شمیر کابو ۳۰ زره تنه دی چې د عربستان د خلکو خلاف د آل سعود ډیکټاټور رژیم د پولیسي سیاستونو د ژورتیا ښودنه کوي.