امنیت شورا سعودی عربستان لازیاتو جنایتونو ته لمسوی
دسعودی عربستان جنګی الوتکو دتیرې پنجشنبې په ورځې د یمن په صعده ولایت کې په ضحیان ښار کې د یمن د زده کونکو پر بس بمباری کړې چې له امله ئې ۵۵کسان شهیدان او کابو اتیا نور ټپیان شوی دی ، چې د آل سعودرژیم په دغه غیر انسانی او غیر اسلامی اقدام درست انسانیّت یو ځل بیا شرمیدلی دی .
فارس خبری آژانس راپورورکړی ، دیمن دانصار ا... ولسی مبارز غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام ټینګار کړی ، دملګروملتو امنیت شورا دیمن د زده کونکو پر بس د بمبارۍ په باب د حقیقت موندونکی ډلې دجوړولو لپاره هیڅ اراده نه لری .
هغه وئیلی دی ، نړیواله ټولنه او امنیت شورا په دې باب چپه خوله او بې پروا دی ،دوی په پخپلو چپتیاؤ او بې پروائیو سره دسعودی ائیتلاف ځواکونه دلازیاتو جنایتونو کولو ته لمسوی .