امنیت شورا سعودی عربستان لازیاتو جنایتونو ته لمسوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75513-امنیت_شورا_سعودی_عربستان_لازیاتو_جنایتونو_ته_لمسوی
دسعودی عربستان جنګی الوتکو دتیرې پنجشنبې په ورځې د یمن په صعده ولایت کې په ضحیان ښار کې د یمن د زده کونکو پر بس بمباری کړې چې له امله ئې ۵۵کسان شهیدان او کابو اتیا نور ټپیان شوی دی ، چې د آل سعودرژیم په دغه غیر انسانی او غیر اسلامی اقدام درست انسانیّت یو ځل بیا شرمیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2018 01:52 Asia/Kabul
  • امنیت شورا سعودی عربستان لازیاتو جنایتونو ته لمسوی

دسعودی عربستان جنګی الوتکو دتیرې پنجشنبې په ورځې د یمن په صعده ولایت کې په ضحیان ښار کې د یمن د زده کونکو پر بس بمباری کړې چې له امله ئې ۵۵کسان شهیدان او کابو اتیا نور ټپیان شوی دی ، چې د آل سعودرژیم په دغه غیر انسانی او غیر اسلامی اقدام درست انسانیّت یو ځل بیا شرمیدلی دی .

 فارس خبری آژانس راپورورکړی ، دیمن دانصار ا... ولسی مبارز غورځنګ  ویندوی محمد عبدالسلام ټینګار کړی ، دملګروملتو امنیت شورا  دیمن  د زده کونکو پر بس  د بمبارۍ په باب د  حقیقت موندونکی ډلې دجوړولو  لپاره  هیڅ اراده نه لری .

 هغه وئیلی دی ،  نړیواله ټولنه او امنیت شورا په دې باب چپه خوله او بې پروا دی ،دوی په پخپلو چپتیاؤ او بې پروائیو سره  دسعودی ائیتلاف ځواکونه  دلازیاتو جنایتونو کولو ته لمسوی .