دعربستان واکوالان دې د میرمنوحقوقوته داحترام په سترګه وګوري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75514-دعربستان_واکوالان_دې_د_میرمنوحقوقوته_داحترام_په_سترګه_وګوري
د نړیوالو موسسو او ادارو په اعتراف ، آل سعود رژیم په نړۍ کې د بشری حقوقو یو خورا اصلی خلاف ورزی کونکی رژیم دی . په سعودی عربستان کې دسیاسی بندیانو شمیر څه دپاسه دیرشو زرو کسانو ته رسیږی ، دغه احصائې د عربستان دخلکو په ضد دآل سعوددیکتاتور رژیم دپولیسی سیاست دژورتیا ښودنه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2018 01:55 Asia/Kabul
  • دعربستان واکوالان دې د میرمنوحقوقوته داحترام په سترګه وګوري

د نړیوالو موسسو او ادارو په اعتراف ، آل سعود رژیم په نړۍ کې د بشری حقوقو یو خورا اصلی خلاف ورزی کونکی رژیم دی . په سعودی عربستان کې دسیاسی بندیانو شمیر څه دپاسه دیرشو زرو کسانو ته رسیږی ، دغه احصائې د عربستان دخلکو په ضد دآل سعوددیکتاتور رژیم دپولیسی سیاست دژورتیا ښودنه کوی .

 زمونږ خبریال راپورراکړ د اروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست دکمیشن مشرې میرمن فډریکا موګرینی  بیګا په یولړ څرګندون وکې  په عربستان کې د میرمنو دحقوقو دیوشمیر فعالانو  په نیول کیدا  نیوکې کړی  او   ټینګارئې  کړی دی ،  د دغې اتحادئې  مسئولانو  له سعودی چارواکو سره په تماس  کې  د میرمنو دحقوقو دفعالانو  دنیول کیدا په باب  له هغوی توضیح غوښتې .

 دسعودی عرب پوځی مامورانو دجولائی په یودیرشمه نیټه   په عربستان کې  دنیولو په نوی څپې کې   د میرمن سمر بدوی او نسیمه الساده پشمول  د دغه هیواد  میرمنو دحقوقو او دمدنی ټولنې  یو شمیر فعالانې  نیولی دی .

دبخښنې نړیوالې ادارې پشمول د بشری حقوقو او نورو نړیوالو  موسسو    له دغو نیونو وروسته  په جلاجلا اعلامیو کې  دسعودی عربستان په دغو اقداماتو  اندیښنې ښودلې او  او دهغوی دخوشی کیدا غوښتنې ئې کړی دی . 