سعودي رژيم دوه نور دیني عالمان بندیان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75544-سعودي_رژيم_دوه_نور_دیني_عالمان_بندیان_کړل
د عربستان حکومت په ریاض کې د جامعة الامام پوهنتون یو پخوانی استاد شیخ ناصر العمر هم نیولی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2018 00:43 Asia/Kabul
  • سعودي رژيم دوه نور دیني عالمان بندیان کړل

د عربستان حکومت په ریاض کې د جامعة الامام پوهنتون یو پخوانی استاد شیخ ناصر العمر هم نیولی دی.

نن ټکی اسیا  ویب سایټ خبر ورکړی چې په ټویټر کې د «معتقلي الرأي» په نامه ټویټر حساب لیکلي چې شیخ ناصر العمر د نامعلومو وجوهاتو پر اساس نیول شوی دی او برخلیک یې معلوم نه دی.

د شیخ ناصر العمر په اړه ویل کیږي چې د جامعة الامام د اصول الدین د برخې استاد پاتې شوی.

په ورته وخت کې د ډاکټر احمد العماري په نامه یو بل دیني عالم هم په مدینه منوره کې نیول شوی دی.

ډاکټر احمد العماري په مدینه منوره کې د «طیبه» پوهنتون د قرآن کریم د څانګې مشر پاتې شوی دی.

ګمان کیږي چې هغه له ډاکټر سفر الحوالي سره د پخواني شناخت له امله نیول شوی وي.

ډاکټر سفر الحوالي څه موده وړاندې، وروسته له هغه ونیول شو کله چې يې یو ناچاپ شوی کتاب پر انټرنیټ خپور شو او په هغه کې نوموړي د سعودي پر حکومت ځیني انتقادونه او نصیحتونه کړي وو.

د معتقلي الرأی په نامه ټویټر حساب وايي چې د تیر کال د سپتمبر میاشتي راهیسي په عربستان کښې ۱۶ تنه د پوهنتون استادان نیول شوي چې اکثره یې دیني عالمان دي.

ویل کیږي چې د سعودي حکومت لخوا هغه عالم په جامعة الامام کې استاد مقرر شوی چا چې څه موده مخکښې په مدینه منوره کې د وینا پر مهال وویل چې باچا که هره ورځ نیم ساعت پر تلویزون په ژوندۍ بڼه کبیره ګناه وکړي بیا یې هم په اړه منفي خبره کول ناجایز دي.