العربیه چینل د سعودي رژیم د جنایتونو د پټولو کوشش کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75684-العربیه_چینل_د_سعودي_رژیم_د_جنایتونو_د_پټولو_کوشش_کوي
د لبنان العهد ورځپاڼې پرون په یو رپورټ کښې لیکلي چې د عربستان العربیه ټیلیویژني چینل د آل سعود رژيم د رسندوي مشین په توګه هڅه کوي چې په سیمه کښې د دغه هیواد په شرمناکو جنایتونو برغولی کښیږدي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2018 03:05 Asia/Kabul
  • العربیه چینل د سعودي رژیم د جنایتونو د پټولو کوشش کوي

د لبنان العهد ورځپاڼې پرون په یو رپورټ کښې لیکلي چې د عربستان العربیه ټیلیویژني چینل د آل سعود رژيم د رسندوي مشین په توګه هڅه کوي چې په سیمه کښې د دغه هیواد په شرمناکو جنایتونو برغولی کښیږدي.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې العهد ورځپاڼې په دغه رپوټ کښې د یمن د صعده ولایت په ضیحان ښار کښې د سعودي رژیم وروستي جنایت ته په اشارې سره لیکلي دي: لا په ضیحان کښې د یمني ماشومانو وینه نه ده وچه شوې او د عربستان رسندوي مشین د دې موضوع په هکله خپل دروغ پیل کړي دي، العربیه په پوره بې شرمۍ او سپین سترګۍ سره هڅه کوي چې سعودي رژیم له هغه جنایته مبرا او سپين باز وښئي چې د لسګونو یمني ماشومانو د شهادت سبب شوی دی.

د ویلو ده چې د تیري ګر سعودي رژیم جنګي الوتکو د آګست په نهمه نیټه د یمن د صعده ولایت په ضیحان ښار کښې د یمن د زده کونکو ماشومانو یو بس بمباري کړ چې له امله یې ۵۵ ماشومان وژل شوي او ۷۷ نور زخمي شول.

د سعودي رژیم العربیه ټي وي چینل په دې وروستیو ورځو کښې ډیر کوشش کړی چې د سعودي رژیم دغه جنایت د نړیوالو قوانینو په اساس د روا پوځي عملیاتو په چوکاټ کښې وښائي.

خو د نړۍ ډیرو نړیوالو سازمانونو او د بشري حقوقو ارګانونو د سعوديانو دغه جنایت په کلکه غندلی دی.