سعودي رژیم او امارات د امریکې او اسرائیلو خدمت کوي
د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي بیګا د نیکمرغه لوې اختر د رارسیدو په مناسبت یوه خبرپاڼه کښې وویل: سعودي رژيم او امارات د امریکې او اسرائیلو د خوشالولو لپاره د نفاق او خیانت په لاره کښې له یو بله د مخکښې کیدو کوشش کوي.
عبدالملک بدرالدین الحوثي د یمن ولس او ټول اسلامي امت ته د لوې اختر د مبارکۍ ویلو په ترڅ کښې د خپل هیواد له خلکو په تیره بیا د یمن د لویدیځ ساحل له اوسیدونکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کښې خپل مبارزه هیره نه کړي او د جنګ په ډګر کښې شتون ولري.
هغه څرګنده کړه چې د یمن لویدیځ ساحل د دښمنانو د ماتې او ناکامۍ په میدان بدل شوی دی.
عبدالملک الحوثي همداشان د یمن د ولس او اسلامي امت لپاره د بریا او کامیابۍ هیله وکړه او له متعال خدای یې وغوښتل چې له سعودي رژيمه چې په ظلم او ستم سره یې د یمن مسلمان ولس د حج د فریضې له ترسره کولو بې برخې کړی، انتقام واخلي.