یمنیانو په نجران کښې د عربستان جاسوسي الوتکه نسکوره کړه
Aug 25, 2018 03:07 Asia/Kabul
د یمن پوځ او ولسي ځواکونو بیګا د عربستان د سویل په نجران کښې د سعودي رژيم یوه بې پایلټه جاسوسي الوتکه نسکوره کړي ده.
د ایرنا د خبر له مخې د یمن پوځي او ولسي ځواکونو وویل چې دغه ډرون یې د نجران په نهوقه سیمه کښې ویشتی دی.
د یمن پوځ او ولسي ځواک تیره چارشنبه هم د سعودي رژیم یوه بې پایلټه الوتکه د عربستان د سویل په جیزان کښې ویشتې وه.
د سعودي رژیم لخوا د یمن له هراړخیزې کلابندۍ سره سره د یمنیانو دفاعي قدرت ورځ په ورځ په زیاتیدو دی.
ټیګونه