یمني ځواکونه ټول عرب امارات په نښه کولی شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i75956-یمني_ځواکونه_ټول_عرب_امارات_په_نښه_کولی_شي
د یمن د پوځ ویاند بیګا د دبئ په هوايي ډګر د خپل هیواد د پوځ او ولسي ځواکونو د بې پایلټه الوتکې له حملې وروسته وویل: ټول شیخ میشته امارات د یمني ځواکونو په ګت کښې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2018 03:01 Asia/Kabul
  • یمني ځواکونه ټول عرب امارات په نښه کولی شي

د یمن د پوځ ویاند بیګا د دبئ په هوايي ډګر د خپل هیواد د پوځ او ولسي ځواکونو د بې پایلټه الوتکې له حملې وروسته وویل: ټول شیخ میشته امارات د یمني ځواکونو په ګت کښې دي.

ایرنا لیکلي چې شرف لقمان څرګنده کړه: د یمن توغندي او ډرونز د اماراتو د اقداماتو او تدابیرو سره سره، د خپلو اهدافو د ویشتلو او نابودولو توان لري.

د ویلو ده چې د یمن پوځ او ولسي ځواکونو پرون مازیګر د دبۍ هوايي ډګر په (صماد-۳) نومې ځايي جوړې بې پایلټه الوتکې څخه په توغندیو وویشته.

د یمن هوايي ځواک د جولایۍ به ۲۶ نیټه هم په همدغه ډرون د اماراتو د ابوظهبۍ هوايي ډګر په نښه کړی و.

د یمن د پوځ او ولسي ځواکونو دفاعي قدرت، د سعودي رژيم او اماراتو لخوا د دغه هیواد د هراړخیزې کلابندۍ سره سر ورځ په ورځ په زیاتیدو دی.