مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۷-۰۶-۰۳
ګرانو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره دا دے يو ځل بيا مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو. په دې پروګرام کښې به وړومبے په تېره هفته کښې د مينځني ختيځ سيمې ډېرو مهمو واقعاتو ته يوه کتنه وکړوو.
تېره هفته د فلسطين بدلونونه د اسرائيلي رژيم په جنايتونو باندې د پردې اچولو لپاره د دغه رژيم په اقداماتو باندې د فلسطينيانو د احتجاج او د اسرائيلو په جنايتونو باندې په غورکولو کښې د نړيوالو ټولنو په تېره بيا د ملګرو ملتو د حقوقي ادارو د کوتاهۍ او د شاتګ ترتاثير لاندې شتون لرۀ. د نړيوالې خاموشۍ په سيوري کښې د سعودي د تيريګر ائتلاف لخوا د يمني ماشومانو د قتل عام نوې څپې، د ترهه ګرو له وجوده د سوريې په پاکولو کښې د دغه هېواد د دغه هېواد د کاميابيو انعکاس او د سوريې د ولسمشر بشار اسد لخوا د سعودي د دسيسه ناکې غوښتنې ردولو په تېره هفته کښې د سيمې د خبرونو په سر کښې شتون لرۀ.
وړومبے هم د يمن بدلونونو ته يوه کتنه کوو: د نړيوالې ټولنې د خاموشۍ په سيوري کښې په امريکائي بمونو سره د سعودي ائتلاف لخوا د يمن د خلقو د قتل عام نوې څپه. د يمن د روغتيا وزارت د تېر زيارت په ورخ د يمن د الحدېده صوبې د جنوب د الدريهمي ښار په الکوعي سيمه کښې د سعودي تيريګرو جنګي الوتکو د حملې د قربانيانو د شمېر ۳۱ تنو ته د زياتېدو خبر ورکړ. د سعودي جنګي الوتکو د تېرې هفتې په وروستيو کښې د يمن د لويديځ په الکوعي سيمه کښې د يمني مهاجرو وړونکو دوو ګاډو باندې حمله وکړه. د يمن د روغتيا وزارت وويل، ټول قربانيان ښځې او ماشومان دي. په دغه حمله کښې په لسګونو تنه ژوبل هم شول. د سعودي تيريګر رژيم جنګي الوتکو د اګست په نهمه نېټه د صعده صوبې په ضحيان ښار کښې د يمني ماشومانو په بس هم حمله وکړه چې له امله يې ۵۵ ماشومان ووژل شول او ۷۷ نور هم ژوبل شول. سعودي د اماراتو، امريکې او څو نورو هېوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ څخه په يمن باندې د فوځي يرغل او د دغه هېواد د زمکنۍ، سمندري او هوائي محاصرې اقدام کړے دے. په يمن کښې د سعودي او د هغه د انډيوالانو د جنګ اور غرغنډه کول تراوسه له څوارلسو زرو نه د زياتو يمنيانو د وژول کېدو او د لسګونو زرو نورو د زخمي کېدو او په ميلينونو د مهاجرېدو سبب شوي دي. په يمن کښې د سعودي جنايتونه د لويديځ په تېره بيا د امريکې د ډالۍ کړې شويو وسلو په ذريعې سره رامنځته کيږي. سي اېن اېن خبري چېنل د تېرې هفتې په وړومبيو وختونو کښې اعتراف وکړ چې د يمني زده کونکو په بس د حملې لپاره د سعودي رژيم په مشرۍ د ائتلاف استعمال شوي بمونه د امريکې لخوا په سعودي خرڅ کړې شوي دي. د امريکې حکومت د آل سعود په جنايتونو چې د امريکائي وسلو په ذريعنې سره ترسره کيږي د عامه افکارو د احتجاجونو له زياتېدو وروسته په سعودي د هدايت شويو بمونو خرڅون ممنوع اعلان کړ. خو د امريکې د ولسمشر په توګه د ډونالډټرمپ په اقتدار کښې په راتلو سره دغه ممنوعيت ختم کړے شو. د نړيوالو حقوقو له نظره امريکه د ملاتړ هغې اندازې ته په پام سره چې د سعوديانو تر مشرۍ لاندې له ائتلاف څخه يې کوي د دغه جنګ يو لورے ګڼل کيږي. د يمن حالات دا ښودنه کوي چې د يمن د ملت په خلاف رامنځته شوي جنايتونه د امريکې لخوا پلان شوي جنايتونه دي.
د صهيونېسټ رژيم فوځي څارنوالۍ وويل چې د روان ميلادي کال د اګست په ۱۵ نېټه په رفح ښار کښې د ۲۰۱۴ کال د اګست په وړومبۍ نېټه چې په توره جُمعه مشهوره شوې وه يعنې د غزې د تړانګې په خلاف په پنخوس ورځني جنګ په دوران کښې د استوګن،اداري او عمومي سيمو په پراخه توګه د بمبارولو له لارې د لسګونو فلسطينيانو په قتل عام کښې د صهيونېسټ رژيم د فوځيانو د جنايتونو په باره کښې د تحقيق دوسيه يې تړلې ده. د فسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې د فلسطين د بشري حقوقو مرکز تاکيد وکړ چې دغه فېصله د صهيونېسټانو په بې انصافه محکمو کښې د فلسطينيانو په ګټه د انصاف د نه اجرا کېدو، د دغو مراجعو لخوا صهيونېسټ رژيم په جنايتونو د پردې اچولو او جنګي جنايتکارانو ته د تحفظ د ورکولو يوه نوې نښه ده او د انصاف نړيواله اداره پکار دي په فلسطيني زمکو کښې د دغه رژيم د ټولو جنايتونو په باره کښې تحقيقات وکړي.
دا په داسې حال کښې دي چې د صهيونېسټ رژيم په وړاندې د ملګرو ملتو د انفعالي سياستونو په دوام کښې د ملګرو ملتو د اسرائيلي جنايتونو د يو بل تحقيق کونکي چارواکي د استعفا د خبرونو ښودنه کوي. د غزې په تړانګه کښې د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په باره کښې د تحقيقي کمېټۍ مشر په دغه پوسټ له منصوبېدو نه يوه مياشت پس بې له څه ځنډه استعفا ورکړه.
ملګرو ملتو واضحه کړه چې د جنګي جنايتونو د محکمې پخواني امريکائي څارنوال ډيوېډ کرين چې د فلسطينيانو د ستنېدو د حق د مظاهرو په دوران کښې د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو د تحقيقاتو مسئول ؤ د تېرې نهې په ورځ د بشري حقوقو شورا ته وويل چې د ذاتي مسائلو په خاطر له خپل پوسټه څنګته شوے دے او دغه شورا هم د ورپسې اقداماتو په حال کښې ده. کرين له دې مخکې له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۵ کاله پورې موده کښې په سېراالئون کښې د خصوصي محکمې څارنوال ؤ او په دې وروستيو کښې د تېرې جولائۍ په ۲۵ نېټه د فلسطيني مظاهرينو په خلاف د صهيونېسټ رژيم د جنګي جنايتونو په باره کښې د درې کسيزې تحقيقاتي کمېټۍ په مشرۍ انتخاب شوے ؤ او ټاکل شوې وه د راتلونکي ستمبر په ۲۴ نېټه د بشري حقوقو شورا ته د خپلو تفصيلي تحقيقاتورپوټ وړاندې کړي. د دغې شورا وروستي رپوټونه به د راتلونکي ۲۰۱۹ کال په مارچ کښې د بشري حقوقو شورا ته وړاندې شي. په همدې لړ کښې د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ اعلان وکړ چې ډيوېډ کرېن چې ملګرو ملتو څه موده مخکې په غزه کښې د صهيونېسټ رژيم د تېريو او جنايتونو په باره کښې د تحقيقاتي کمېټۍ د مشر په توګه غوره کړے ؤ استعفا د ملګرو ملتو د ادارو په خلاف د امريکې د حکومت او صهيونېسټ رژيم د دباونو د زياتېدو ښودنه کوي.د دغه غورځنګ يو مشر يوسف حساينه وويل چې امريکې او صهيونېسټ رژيم د ملګرو ملتو موسسې تر دباو لاندې راوستلې دي چې هغوي د نړيوال امنيت او صحلې د ساتنې او د اسرائيلو په جنګي جنايتونو د غور په زمينه کښې خپلې انساني ذمه وارۍ او دندې ترسره نه کړې شي.
جنګي جنايت يو داسې جنايت دے چې د نړيوالو محکمو په کنونشنونو او اسنادو کښې يې يو واضحه تعريف موجود دے. د نړيوالې محکمې په اته ماده اي اساسنامه کښې د جنګي جنايتونو نمونې بيان شوې دي چې قصداً قتل عام، د ستر رنځ تپل او زورول، سخته بدني صدمه رسول، په عامه خلقو قصداً حملې کول، د استوګن سيمو يا هغو وادانيو چې فوځي نه دي بمباري کول او د زهرجنو او ساډوبونکو ګېسي وسلو استعمالول له هغو څخه دي. څه موده مخکې هم په ۲۲ ورځني جنګ کښې د غزې د خلقو د قتل عام په خلاف د ګولډېسټون په نامه د ملګرو ملتو د تحقيقاتي کمېټۍ رپوټ د بشپړوالي او کامل والي باوجود د نورو نړيوالو رپوټونو په شان يوازې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا محافظه خانې يا آرشيف ته حواله کړے شو.په دا ډول نړۍ هيڅکله اسرائيلي رژيم د محاکمې په مېز نه دے ليدلے او په داسې يوه فضاء کښې دي چې دغه جنايتکار رژيم ښه په ډاډه زړۀ خپلو جنايتونو ته دوام ورکوي.
اوس هم د سوريې د حالاتو په اړه د ترهه ګرو له وجوده د دغه هېواد د مهمو برخو په پاکولو کښې د سوريې د کاميابيو انعکاسونو ته يوه کتنه:
په ملګرو ملتو کښې د روسيې دائمي استازي واسيلي نبنزيا تاکيد وکړ، د روسيې د فوځ د کوششونو او د روسيي ځواکونو په شمول د هغه د انډيوالانو په ملاتړ سره د سوريې ۹۶ نوي فيصده خاوره د ترهه ګرو له ګندګۍ څخه پاکه او بيا نيول شوې ده. نن د سوريې د فوځ د کوششونو او په دغه هېواد کښې د مقاومت د محور د ملګرتيا او سټراټيجۍ په برکت په ترهه ګرو ډګر تنګ شوے دے او ورسره په يو وخت د هغوي ملاتړي هم په پروپېګنډو سره د ايران په مرکزيت د مقاومت د محور د موثره سيمه ايز شتون او نفوذ خرابول په خپله اېجنډا کښې لري. دغه فضاء جوړونې د سوريې له سخت ردعمل سره مخامخې شوې دي.
په دې لړ کښې د سوريې ولسمشر له حزب ا... او ايران سره د خپلو تعلقاتو د ختمولو په بدله کښې د دغه هېواد د بيا رغونې لپاره د سعودي وړانديز نه دے منلے. د لبنان په پارلېمان کښې له حزب ا... سره د اړوند «مقاومت سره وفا» نومې فراکسيون غړي نواف الموسوي وويل: هغه وړانديز چې د سوريې ولسمشر بشار اسد ورسره مخالفت وکړ له ايران او حزب ا... سره د تعلق د ختمولو په مقابل کښې د سوريې د بيا رغونې د لګښت د ادا کولو په اړه ؤ. بشار اسد تاکيد کړے ؤ چې د ايران او سوريې تعلقات د خرڅېدو نه دي په سوريې کښې د ايران شتون په کامله توګه قانوني دے.
تقريباً درې مياشتې مخکښې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د سوريې ولسمشر بشار اسد ته يو تجويز وړاندې کړ چې له حزب ا... او ايران سره د تعلقاتو د ختمولو په وړاندې د سوريې له بيا رغونې نه علاوه د ټول عمر لپاره په ولسمشرۍ کښې باقي پاتې کېدل او ترې د سياسي اصلاحاتو او په اساسي قانون کښې د اصلاحاتو غوښتنه نه کول هم شامليږي. د سوريې له حکومت سره د تماس د ټينګولو لپاره د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان او د دغه هېواد ولسمشر ته وړانديز کول يوه نوې دسيسه ده چې د امريکې لخوا پلان شوې او سنجول شوې ده. قاسم عزالدين په يوه شننه کښې چې په الميادين سائيټ کښې خپره شوه، ليکي، هغه مهال وېش او دلائل چې ورته اشاره کيږي دا ښودنه کوي چې په زيات احتمال بن سلمان د امريکې لخوا د سوريې ولسمشر بشار اسد ته د خپل تجويز په وړاندې کولو ګمارل شوے دے. په احتمالي توګه بن سلمان په تېره مياشت کښې او له تل ابيب څخه نيواکي قدس ته د امريکې د سفارت د وړلو له مراسمو سره په يو وخت په دې شرط چې بشار اسد دې خپل انډيوالان بدل کړي په سوريې کښې د هغه د دائمي ولسمشرۍ په اړه خپل تجويز د سوريې حکومت ته وړاندې کړے دے چې دغه مسئله د پېړۍ په معامله د بن سلمان د پابندۍ ښودنه کوي. سوريې ته د سعودي وړانديز د پېړۍ د معاملې چې په سيمه کښې د مقاومت د ختمولو لپاره د امريکې او اسرائيلو لخوا يوه پلان شوې طرح ده يوه برخه ده چې بشار اسد له دغې دسيسې څخه په خبرېدو ورسره پرېکنده مخالفت کړے دے.
------------