دیمن انصارا... غورځنګ په جینوا کې خپل مرکچی ټیم معرفی کړ
د یمن په چارو کې دملګروملتو استازی مارتین ګریفیتس په تیر اګست میاشت کې دملګرو ملتو په امنیت شورا کې پخپلې وینا کې وئیلی وو ،د جینیوا سولې خبرې اترې به د ستمبر په شپږمه دملګروملتو په څارنې سره پیل شی
زمونږخبریال راپورراکړ د یمن انصار ا... ولسی غورځنګ د دغه غورځنګ د ویندوی محمد عبدالسلام په مشرۍ د :جینوا خبرواترو : کې دخپل ګډون کونکی پلاوی غړی معرفی کړل .
د یمن په چارو کې دملګروملتو استازی مارتین ګریفیتس په تیر اګست میاتش کې دملګرو ملتو په امنیت شورا کې پخپلې وینا کې وئیلی وو ،د جینیوا سولې خبرې اترې به د ستمبر په شپږمه دملګروملتو په څارنې سره پیل شی .
د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ د لوړې سیاسی شورا دفتر په دغې اعلامیې کې د سویس په جینیوا کې د ستمبر په شپږمه خبرواترو کې د شتون لپاره د دغه غورځنګ ومرکچی ټیم ورمعرفی کړی دی چې دغه پلاوی به د دغه غورځنګ د ویندوی محمد عبدالسلام په مشرۍ د یمن د ملت او حکومت نمایندګی وکړی او په دغه ټیم کې د یمن پخوانۍ کورنیو چارو وزیر جلال علی الرویشان او بل لوړ پوړی مسئول خالد سعید محمد الدینی هم شامل دی .
دیمن د بشری حقوقو او دحقوقی چارو وزارتونو پرون په صنعا کې د یمن د ماشومانو په وژلې د سعودی او اماراتو د جنایتکارو واکوالانو د اعترافونو په باب یوه ګډه اعلامیه خپره کړې او وئیلی ئې دی ، دغه جنایتونه د نړیوالو قوانینو په اساس ، جنګی او قصدی جنایتونه دی چې باید نړیوال اړونده اورګانونه دې خپل مسئولیّتونه وپیژنی .