دیمن انصارا... غورځنګ په جینوا کې خپل مرکچی ټیم معرفی کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76172-دیمن_انصارا..._غورځنګ_په_جینوا_کې_خپل_مرکچی_ټیم_معرفی_کړ
د یمن په چارو کې دملګروملتو استازی مارتین ګریفیتس په تیر اګست میاشت کې دملګرو ملتو په امنیت شورا کې پخپلې وینا کې وئیلی وو ،د جینیوا سولې خبرې اترې به د ستمبر په شپږمه دملګروملتو په څارنې سره پیل شی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 04, 2018 09:14 Asia/Kabul
  • دیمن انصارا... غورځنګ په جینوا کې  خپل مرکچی ټیم  معرفی کړ

د یمن په چارو کې دملګروملتو استازی مارتین ګریفیتس په تیر اګست میاشت کې دملګرو ملتو په امنیت شورا کې پخپلې وینا کې وئیلی وو ،د جینیوا سولې خبرې اترې به د ستمبر په شپږمه دملګروملتو په څارنې سره پیل شی

زمونږخبریال راپورراکړ  د یمن انصار ا... ولسی غورځنګ د دغه غورځنګ  د ویندوی  محمد عبدالسلام  په مشرۍ  د :جینوا خبرواترو : کې  دخپل ګډون کونکی پلاوی غړی  معرفی کړل .

 د یمن په چارو کې  دملګروملتو  استازی مارتین ګریفیتس  په تیر اګست میاتش کې  دملګرو ملتو په امنیت شورا کې  پخپلې وینا کې  وئیلی وو ،د جینیوا  سولې خبرې اترې  به د ستمبر په شپږمه دملګروملتو  په څارنې سره پیل شی  .

   د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ  د لوړې سیاسی شورا دفتر   په دغې اعلامیې کې  د سویس  په جینیوا کې  د ستمبر په شپږمه خبرواترو کې  د شتون لپاره د دغه غورځنګ  ومرکچی ټیم  ورمعرفی کړی دی  چې دغه پلاوی به  د دغه غورځنګ د ویندوی محمد عبدالسلام په مشرۍ د یمن د ملت او حکومت نمایندګی وکړی  او په دغه ټیم کې  د یمن پخوانۍ کورنیو چارو وزیر  جلال علی الرویشان او بل لوړ پوړی مسئول  خالد سعید محمد الدینی  هم شامل دی .

 دیمن د بشری حقوقو  او دحقوقی چارو   وزارتونو  پرون  په صنعا کې   د یمن  د ماشومانو  په وژلې د سعودی او اماراتو  د جنایتکارو واکوالانو  د اعترافونو په باب یوه ګډه اعلامیه خپره کړې او وئیلی ئې دی ،   دغه جنایتونه   د  نړیوالو قوانینو په اساس ،  جنګی او قصدی  جنایتونه  دی چې باید  نړیوال  اړونده اورګانونه دې خپل مسئولیّتونه وپیژنی .