عربستان په یمن کې پرمظلوموخلکوپه حملوسره په کرتودبشری حقوقو خلاف ورزۍکړی
دپاکستان دبشری حقوقو دچارو وزیرې له اسلامی هیوادونو هم و غوښتل خپل مشکلات او اختلافات دې د امریکا اولویدیځ له لارې نه ،بلکې داسلامی ملګرتیاموسسې په چوکاټ کې حل کړی او په اسلامی ټاټوبو کې دې له وینو بهولو اووژلو ډډه وکړی .
دپاکستان دبشری حقوقو دچارو وزیرې میرمن شیرین مزاری نن په اسلام اباد کې له ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې وئیلی دی ،سعودی عربستان د ښځو اوماشومانو پشمول په بې دفاع یمن والو په یرغلونو سره دبشری حقوقو خلاف ورزۍ کړی اوباید ددغو خلاف ورزیو ځواب ووائی .
هغې په یمن کې د زده کونکو په یوه بس د سعودی ائیتلاف دجنګی الوتکو رووستۍ حملې کې د لسګونو ماشومانو وژله یوه دردونکی پیښه بللې او وئیلی ئې دی،سعودی عربستان باید په یمن کې خپلې حملې پای ته ورسوی.