دیمن ولس له بوږنونکی انسانی غمیزې سره مخامخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i76670-دیمن_ولس_له_بوږنونکی_انسانی_غمیزې_سره_مخامخ_دی
لوکوک دملګروملتو پر امنیت شورا غږ کړی ، د یمن داقتصادی ثبات لپاره دې له سیاسی خبرواترو او دسملاسسی تدبیرونو له غوره کولو ملاتړ وکړی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 22, 2018 12:04 Asia/Kabul
  • دیمن ولس له بوږنونکی انسانی غمیزې سره مخامخ دی

لوکوک دملګروملتو پر امنیت شورا غږ کړی ، د یمن داقتصادی ثبات لپاره دې له سیاسی خبرواترو او دسملاسسی تدبیرونو له غوره کولو ملاتړ وکړی.

 فرانس پریس آژانس  راپورورکړی، د انسان دوستۍ په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشی مرستیال  مارک لوکوک  بیګا دملګروملتو په امنیت شورا کې   پخپلې وینا کې  خبرداری ورکړی ،  دیمن  په  نړۍ کې  د خورا بد انسانی ناؤرین سره مخامخ دی .

  هغه زیاته کړې ،دیمن اتلس میلیون خلک دخواړو له کړکیچ سره مخامخ  دی او سملاسی  لومړنیو مرستو ته اړتیا لری .

لوکوک   دملګروملتو پر امنیت شورا غږ کړی،د یمن داقتصادی ثبات لپاره دې  له سیاسی  خبرواترو او دسملاسسی تدبیرونو له غوره کولو ملاتړ وکړی.

  سعودی عربستان ،  دامریکا اوڅو اروپائی هیوادونو  په ملاتړ او  اماراتو په ملګرتیا سره د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې پر یمن   پوځی یرغل کړی او  دغه بې وځله او  مظلوم هیواد ئې له مځکې ، سمندر او هوا له لارې په بشپړ ډول کلابند کړی او   دغه هیواد  ئې   د خوراکی او درملیزو  موادو د ډیر زیات  کمښت  له پلوه   له ستر انسانی ناؤرین سره مخامخ کړی دی.