دیمن ولس له بوږنونکی انسانی غمیزې سره مخامخ دی
لوکوک دملګروملتو پر امنیت شورا غږ کړی ، د یمن داقتصادی ثبات لپاره دې له سیاسی خبرواترو او دسملاسسی تدبیرونو له غوره کولو ملاتړ وکړی.
فرانس پریس آژانس راپورورکړی، د انسان دوستۍ په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشی مرستیال مارک لوکوک بیګا دملګروملتو په امنیت شورا کې پخپلې وینا کې خبرداری ورکړی ، دیمن په نړۍ کې د خورا بد انسانی ناؤرین سره مخامخ دی .
هغه زیاته کړې ،دیمن اتلس میلیون خلک دخواړو له کړکیچ سره مخامخ دی او سملاسی لومړنیو مرستو ته اړتیا لری .
لوکوک دملګروملتو پر امنیت شورا غږ کړی،د یمن داقتصادی ثبات لپاره دې له سیاسی خبرواترو او دسملاسسی تدبیرونو له غوره کولو ملاتړ وکړی.
سعودی عربستان ، دامریکا اوڅو اروپائی هیوادونو په ملاتړ او اماراتو په ملګرتیا سره د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې پر یمن پوځی یرغل کړی او دغه بې وځله او مظلوم هیواد ئې له مځکې ، سمندر او هوا له لارې په بشپړ ډول کلابند کړی او دغه هیواد ئې د خوراکی او درملیزو موادو د ډیر زیات کمښت له پلوه له ستر انسانی ناؤرین سره مخامخ کړی دی.