سوریې ته د ایس-۳۰۰ سیسټم ورکړه ډیره ګټه وره ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77146-سوریې_ته_د_ایس_۳۰۰_سیسټم_ورکړه_ډیره_ګټه_وره_ده
د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر وویل: په سوریې کښې د ایس-۳۰۰ توغندوي دفاع سیسټم له لګیدو وروسته لرې ښکاري چې صهیونیسټي رژيم په دغه هیواد کښې نور عملیات ترسره کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2018 11:37 Asia/Kabul
  • سوریې ته د ایس-۳۰۰ سیسټم ورکړه ډیره ګټه وره ده

د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر وویل: په سوریې کښې د ایس-۳۰۰ توغندوي دفاع سیسټم له لګیدو وروسته لرې ښکاري چې صهیونیسټي رژيم په دغه هیواد کښې نور عملیات ترسره کړي.

د ایران د پارلیمان مشر علي لاریجاني د ترکیې په انتالیا کښې د اورآسیا اقتصادي اتحادیې د غړو هیوادونو د پارلیمانونو د دریمې غونډې ترڅنګ، رشا ټوډی ته په مرکه کښې، د سوریې په هکله د ایران او روسیې په بشپړې موافقې باندې په ټینګار سره زیاته کړه: روسیه حق لري چې خپل ایس-۳۰۰ دافع هوا سیسټم په سوریه کښې ولګوي او د خپلو ګټو دفاع وکړي په تیره بیا پس له دې چې تل ابیب په روسي الوتکې حمله کړې.

د ایران د اسلامي شورا مشر په دغه مرکه کښې همداشان ایټمي موافقه د ټولې سیمې او نړیوال ډګر د ګټو د برابریدو په ګټه وبلله.