امریکا دسوریې په هجین ښار فاسفورس وسلې کارولی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77263-امریکا_دسوریې_په_هجین_ښار_فاسفورس_وسلې_کارولی
دسوریې سانا خبری اژانس پرون راپور ورکړ د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د دیرالزور ولایت په جنوب ختیځ کښې په هجین ښار د سپین فاسفورس لرونکو بمونو حمله کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2018 01:58 Asia/Kabul
  • امریکا له تیرو څو کلونو راهسې په ځلونو له ترهګرو ډلو سره دتش په نامه د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په ملکي خلکو حملې کړي .
    امریکا له تیرو څو کلونو راهسې په ځلونو له ترهګرو ډلو سره دتش په نامه د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په ملکي خلکو حملې کړي .

دسوریې سانا خبری اژانس پرون راپور ورکړ د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د دیرالزور ولایت په جنوب ختیځ کښې په هجین ښار د سپین فاسفورس لرونکو بمونو حمله کړی ده .

د اینټرنیټ فعالانو هم د امریکا په مشرۍ دنړیوال ائتلاف دبمباریو عسکونه خپاره کړی ده چې پکښې له سپینو فاسفورس لرونکو استفاده لیدل کیږی .

د سوریې دفاع وزارت هم مخکې ویلی وو د سپتمبر دمیاشتې په اتمه (۸) نیټه دامریکا دوو (۲)جنګی الوتکو څو ځله  په هجین ښار په فاسفورس لرونکو بمونو سره حملې کړی وې .

دامریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف له دې مخکې هم په رقه ښار کښې له فاسفورس لرونکو بمونو په استفادې اعتراف کړی وو .

د سوریې رقه ښار په فاسفورس لرونکو او نورو ممنوع وسلو سره د بمباریدا په خاطر د لسګونو ملکی خلکو دوژل کیدا او ژوبلیدا او ددغه ښار دبیخ بنایانو او کورونو دتباه کیدا سبب شوی وو  .

امریکا له تیرو څو کلونو راهسې په ځلونو له ترهګرو ډلو سره دتش په نامه د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په ملکی خلکو حملې کړی دی او ډیر زیات خلک یې وژلی دی .

امریکا له سعودی عربستان ، انګلستان، فرانسې ، ترکیې ، قطر، ، اردن ، اسرائیلو وغیره سره یوځاې  القاعده ، دداعش ،النصره او دنورو ډیرو ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی اوپوځی مرسته کونکی ده .