عربستان دسوریې په چارو کښې د لاسوهنې حق نلری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77396-عربستان_دسوریې_په_چارو_کښې_د_لاسوهنې_حق_نلری
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې دسوریې استازی بشار جعفری د امنیت شورا په غونډه کښې وویل سعودی عربستان چې په سیمه کښې د ترهګری درامینځته کولو عامل دی حق نلری د سوریې په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2018 11:30 Asia/Kabul
  • ال سعود رژیم  په سوریې ، عراق ، لبنان، اردن ، مصر ، لیبیا ، افغانستان او جنوب ختیځې اسیا کښې د ترهګرۍ د رامینځته کولو او پراخولو مسول دی .
    ال سعود رژیم په سوریې ، عراق ، لبنان، اردن ، مصر ، لیبیا ، افغانستان او جنوب ختیځې اسیا کښې د ترهګرۍ د رامینځته کولو او پراخولو مسول دی .

زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې دسوریې استازی بشار جعفری د امنیت شورا په غونډه کښې وویل سعودی عربستان چې په سیمه کښې د ترهګری درامینځته کولو عامل دی حق نلری د سوریې په کورنیو چارو کښې لاسوهنه وکړی .

هغه په ملګروملتونو کښې د سعودی عربستان استازی عبدالله المعلمی ته په وینا کښې وویل سعودی عربستان چې  په خپله په سیمه کښې د ترهګرۍ د رامینځته کولو عامل دی او د خپل هیواد خبریال  جمال خاشقجی یې په ډیر بوږنونکی ډول وژلی  حق نلی چې دسوریې په چارو کښې لاسوهنه وکړی .

په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری وویل د سعودی عربستان استازی عبدالله المعلمی دسوریې له ملت سره د مرستې لپاره د ریاض دحکومت د فیصلې خبره وکړه په داسې حال کښې چې عربستان دغه خبره هیره کړی ده چې ال سعود رژیم  په سوریې ، عراق ، لبنان، اردن ، مصر ، لیبیا ، افغانستان او جنوب ختیځې اسیا کښې د ترهګرۍ د رامینځته کولو او پراخولو مسول دی .