عربستان د خاشقجي وژله تاییده کړه
سعودي عربستان بلآخره په استنبول کښې په خپله کنسولګرۍ کښې د منتقد سعودي جنرلسټ جمال خاشقجي وژل کیدل په رسمي توګه تایید کړل.
د عربستان عمومي څارنوالۍ بیګا ویلي دي: په استنبول کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې له لفظي شخړې وروسته د جمال خاشقجې د وژل کیدو ابتدايي تحقیقات تاییدوو.
د عربستان دغه قضايي ارګان وویل: د جمال خاشقجي د مړینې په هکله تحقیقات لاهم روان دي او په دې دوسیه کښې تراوسه ۱۸ سعودي ښاریز نیول شوي دي.
د خاشقجي د وژلې د تایید لپاره دا ډول اعلان ښودنه کوي چې سعودي عربستان د امریکې په غږملتیا سره د دغه سعودي خبریال د دوسیې په مدیریت لګیا دی څو د خاشقجي په وژله کښې د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان رول پټ شي.
سعودي باچا ملک سلمان په عین حال کښې ورته مهال د دغه هیواد د عمومي اطلاعاتو په اداره کښې د بیاکتنې لپاره د ولیعهد په مشرۍ د وزارتي کمیټې د جوړولو حکم صادر کړ چې له مخې یې د عربستان د عمومي اطلاعاتو د ادارې مرستیال احمد العسیري او د سعودي باچا سلاکار سعود القحطاني د باچا سلمان بن عبدالعزیز په هکم له خپلو څوکیو څنګته کړی شول.
سعودي باچا همداشان اطلاعاتي مرستیال جنرال محمد مریح، د انساني چارو مرستیال جنرال عبدا... بن خلیفه الشایع او د عربستان په استخباراتي اداره کښې د عمومي اطلاقاعاتو او حفاظت د ادارې مدیر رشاد المحمادي له خپلو پوسټونو لرې کړل.