امریکا بیا د سوریې پینځلس نور ښاریز ووژل
-
دامریکا ائتلاف دسوریې په دغه سیمه کښې په حملو کښې له فاسفورس لرونکو ممنوعه وسلو کار اخیستی دی .
زمونږ خبریال وایی د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د ائتلاف جنګی الوتکو بیګا دسوریې په ختیځ کښې په دیرالزور ولایت کښې په هجین کلی بمبارې وکړې او له کبله یې پینځلس (۱۵)بې ګناه ملکی وګړی ووژل شول .
د امریکا دائتلاف جنګی الوتکو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو د سوریې د دیرالزور ولایت په هجین کلی بمبارې کړی دی او له کبله یې ګڼ شمیر بې ګناه خلک وژل شوی دی .
دامریکا ائتلاف دسوریې په دغه سیمه کښې په حملو کښې له فاسفورس لرونکو ممنوعه وسلو کار اخیستی دی .
دسوریې حکومت په ځلونو د ملګروملتونو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته په لیکونو استولو سره غوښتی دی په سوریې کښې دامریکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف جنایتونه پاې ته ورسوی .
د ایروارز څارونکی ډلې چې په سوریې او عراق کښې د امریکا تر قومندنۍ لاندې د داعش پرضد دتش په نامه د ائتلاف حملې څاری وویل په دغو دوو(۲)هیوادونو باندې د امریکا د ائتلاف په هوایی بریدونو کښې له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې تراوسه څه دپاسه پینځه زره(۵۰۰۰) ملکیان وژل شوی دی .
په سوریې او عراق کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی ، وسله والې او لاجیسټکی مرستې سعودی عربستان ، امریکا، بریتانیا ، فرانسه ، ترکیه ، قطر، متحده عربی امارات ، اردن ، اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .