امریکا بیا د سوریې پینځلس نور ښاریز ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i77848-امریکا_بیا_د_سوریې_پینځلس_نور_ښاریز_ووژل
زمونږ خبریال وایی د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د ائتلاف جنګی الوتکو بیګا دسوریې په ختیځ کښې په دیرالزور ولایت کښې په هجین کلی بمبارې وکړې او له کبله یې پینځلس (۱۵)بې ګناه ملکی وګړی ووژل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2018 01:41 Asia/Kabul
  • دامریکا ائتلاف دسوریې په دغه سیمه کښې په حملو کښې  له فاسفورس لرونکو ممنوعه وسلو  کار اخیستی دی .
    دامریکا ائتلاف دسوریې په دغه سیمه کښې په حملو کښې له فاسفورس لرونکو ممنوعه وسلو کار اخیستی دی .

زمونږ خبریال وایی د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د ائتلاف جنګی الوتکو بیګا دسوریې په ختیځ کښې په دیرالزور ولایت کښې په هجین کلی بمبارې وکړې او له کبله یې پینځلس (۱۵)بې ګناه ملکی وګړی ووژل شول .

د امریکا دائتلاف جنګی الوتکو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو د سوریې د دیرالزور ولایت په هجین کلی بمبارې کړی دی او له کبله یې ګڼ شمیر بې ګناه خلک وژل شوی دی .

دامریکا ائتلاف دسوریې په دغه سیمه کښې په حملو کښې  له فاسفورس لرونکو ممنوعه وسلو  کار اخیستی دی .

دسوریې حکومت په ځلونو د ملګروملتونو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته په لیکونو استولو سره غوښتی دی په سوریې کښې دامریکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف جنایتونه پاې ته ورسوی .

د ایروارز څارونکی ډلې چې په سوریې او عراق کښې  د امریکا تر قومندنۍ لاندې د داعش پرضد دتش په نامه د  ائتلاف حملې څاری وویل په دغو دوو(۲)هیوادونو باندې د امریکا د ائتلاف په هوایی بریدونو  کښې له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې تراوسه څه دپاسه پینځه زره(۵۰۰۰) ملکیان وژل شوی دی .

په سوریې او عراق کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی ، وسله والې او لاجیسټکی مرستې سعودی عربستان ، امریکا، بریتانیا ، فرانسه ، ترکیه ، قطر، متحده عربی امارات ، اردن ، اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .