امریکاپخپلوجنایتونو دبرغولی په کیښودلوسره څه شرم هم نه لری
محمد جواد ظریف پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی ، ښاغلیه پمپئو!پوهیږې چې خبره څه ده ؟ اصلا یمن وال د دغه هیواد قخطئ اولوږې پخپله مسئول دی، دوی باید د تاسو تالی څټو قصابانو ته چې په میلیارډونو ډالر یوازې د ښونځیو د بسونو دبمبارولو لپاره لګوی،او په میلیونونو ډالر دبیخ بینائیو دتباه کولو لپاره ،اجازت ورکولی او له مقاومت پرته ، چې تباه ئې کړی ، آیا څه شرم هم لرئ ؟
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په دې باب د امریکا دخارجه وزیر مایک پمپئو دروستیو له ملنډو ډکې ادعا په غبرګون کې چېت وئیلی ئې دی ، سعودیانو له یمن سره دانسان دوستۍ دمرستو او د دغه هیواد په کنډوالو دبدلیدا دمنخنیوی په خاطر په میلیونونو ډالر خرڅ کړی دی ، ووئیل آیا ښاغلیه پمپئو ، څه شرم هم لرئ کنه ؟
محمد جواد ظریف پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی ، ښاغلیه پمپئو!پوهیږې چې خبره څه ده ؟ اصلا یمن وال د دغه هیواد قخطئ اولوږې پخپله مسئول دی، دوی باید د تاسو تالی څټو قصابانو ته چې په میلیارډونو ډالر یوازې د ښونځیو د بسونو دبمبارولو لپاره لګوی،او په میلیونونو ډالر دبیخ بینائیو دتباه کولو لپاره ،اجازت ورکولی او له مقاومت پرته ، چې تباه ئې کړی ، آیا څه شرم هم لرئ ؟
دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو بیګا په داسې حال کې چې سعودی عربستان په یمن د بې آمانه یرغلونو او دخپلو بشری حقوقو د مخینې په دلیل له سختو نړیوالو نیوکو سره مخامخ دی ، له سعودیانو دفاع کړې ده .
پمپئو له بی بی سی سره په خبرو کې مدعی شوی ، ایران په یمن کې د کنډوالو او لوږې مسئول دی ، حال دا چې سعودی عربستان د دغو مخاطراتو لپاره په میلیونونو ډالر لګولی دی .
آل سعود رژیم په مینځنی ختیځ سیمې کې دامریکا یو تالی څټی اصلی متحد دی چې ځان ئې د امریکا اوصهونیسټانو په مجری بدل کړی دی .