امریکايي ائتلاف په سوریه کښې ۲۶ ملکي وګړي ووژل
Nov 10, 2018 04:05 Asia/Kabul
د امریکې تر قومندې لاندې تش د نامې داعش ضده نړیوال ائتلاف جنګي الوتکو بیګا د سوریې د ختیځ په دیرالزور کښې هجین کلی بمباري کړ.
د امریکې تر قومندې لاندې تش د نامې داعش ضده نړیوال ائتلاف جنګي الوتکو بیګا د سوریې د ختیځ په دیرالزور کښې د هجین کلي په بمبارولو سره لږترلږه ۲۶ تنه سوریاوال ووژل.
د امریکايي ائتلاف جنګي جټونو په دې وروستیو کښې هجین کلی څو ځلې بمباري کړی دی. امریکايي ائتلاف په دغو حملو کښې ممنوعه فاسفرسي بمونه کاروي.
د سوریې حکومت د ملګرو ملتو عمومي منشي او د امنیت شورا مشر ته په کراتو د لیکونو په لیږلو سره له هغوي غوښتي چې په سوریه کښې د امریکايي ائتلاف جنایتونه بند کړي.
ټیګونه