د جمال خاشقجی غږیز کاسټ خپور شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78047-د_جمال_خاشقجی_غږیز_کاسټ_خپور_شوی_دی
زمونږ خبریال وایی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون وویل چې د سعودی عربستان په رژیم د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې په ارتباط غږیږ کاسټ له نورو هیوادونو سره شریک کړی شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2018 04:15 Asia/Kabul
  • د جمال خاشقجي د وژلې په ارتباط دغه غږیز کاسټ د سعودي عربستان ، د امریکا، د جرمني ، د فرانسې او د انګلستان چارواکو اوریدلی دی .
    د جمال خاشقجي د وژلې په ارتباط دغه غږیز کاسټ د سعودي عربستان ، د امریکا، د جرمني ، د فرانسې او د انګلستان چارواکو اوریدلی دی .

زمونږ خبریال وایی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون وویل چې د سعودی عربستان په رژیم د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې په ارتباط غږیږ کاسټ له نورو هیوادونو سره شریک کړی شوی دی .

د ترکیې ولسمشر زیاته کړه د جمال خاشقجی د وژلې په ارتباط دغه غږیز کاسټ د سعودی عربستان ، د امریکا، د جرمنی ، د فرانسې او د انګلستان چارواکو اوریدلی دی .

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه څرګندونې د روان میلادی کال د اکتوبر په دوهمه (۲)نیټه په استنبول کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې د جمال خاشقجی د شتون او دهغه د خبرو اترو د ضبطیدا لومړنی تائیدیدل دی .

د ترکیې ولسمشر دغه راز په سعودی عربستان غږ وکړ چې د خبریال جمال خاشقجی د وژلې په ارتباط له ترکیې سره په تحقیقاتو کښې مرسته کولو سره له ځان څخه داغ لیرې کړی .

هغه وویل د سعودی عربستان پینځلس(۱۵)کسیزه ډله چې د جمال خاشقجی د وژلو لپاره ترکیې ته استول شوی ده پوهیږی چې د دغه خبریال د وژلې شاته څوک دی  او د جمال خاشقجی مړی  چیرته دی .