عربستان له عراق سره دښمنۍ ته دوام ورکوی
-
سعودي عربستان د شل زره(۲۰۰۰۰) ترهګرو په استولو سره په عراق جنګ او کړکیچ وروتپه .
ایرنا خبری اژانس وایی د عراق د ستراتیژیکو مطالعاتو دمرکز مشر« محمد صادق الهاشمی» وویل له عراق سره د ال سعود رژیم ددښمنۍ په دوام سره د ریاض او د بغداد اړیکې هیڅ ارزښت نلری .
هغه نن وویل تر هغه وخته چې د سعودی عربستان واکمنان له عراق سره دښمنۍ ته دوام ورکړی او الحشد الشعبی ځواک ایران ته اړونه ملیشا وګڼی له ریاض سره اړیکې به هیڅ ارزښت ونلری .
دعراق دستراتیژیکو مطالعاتو دمرکز مشر محمد صادق الهاشمی وویل ال سعود رژیم غواړی عراق له ایران څخه واټن واخلی ، دیمن موضوع پریږدی او له صهیونیسټ رژیم سره اړیکې ولری .
هغه زیاته کړه سعودی عربستان د شل زره(۲۰۰۰۰) ترهګرو په استولو سره په عراق جنګ او کړکیچ وروتپه او ددغه هیواد دبې ګناه خلکو وینه یې توې کړه داپه داسې حال کښې دی چې دایران اسلامی جمهوریت د عراق دخلکو د ضرورت وړ بریښنا تامینوله .