دسوریې ځواکونو له داعش ډلې نور سیمې ازادې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78222-دسوریې_ځواکونو_له_داعش_ډلې_نور_سیمې_ازادې_کړې
فارس خبری اژانس وایی د سوریې پوځ وتوانید د دمشق د جنوب ختیځ په خوا کښې د داعش ترهګرې ډلې تر نیواک لاندې اخری پاتې سیمې ازادې کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2018 01:17 Asia/Kabul
  • د جبهه النصره ډلې غړي  په سوریې کښې نورو دیره ترهګرو ډلو ته کیمیاوي وسلې ورکوي .
    د جبهه النصره ډلې غړي په سوریې کښې نورو دیره ترهګرو ډلو ته کیمیاوي وسلې ورکوي .

فارس خبری اژانس وایی د سوریې پوځ وتوانید د دمشق د جنوب ختیځ په خوا کښې د داعش ترهګرې ډلې تر نیواک لاندې اخری پاتې سیمې ازادې کړی .

د سوریې پوځیانو پرون سویدا(Sweida) ولایت ته نږدې د دمشق په جنوب ختیځ کښې کښې څه دپاسه لس(۱۰) سیمې د داعش ترهګرې ډلې له نیواک څخه ازادې کړې او په دغه پرمختګ سره داعش ترهګرو د سوریې په جنوب کښې تر خپل نیواک لاندې ټولې سیمې له لاسه ورکړې .

بل خبر دا  چې ترهګرې ډلې په تیره بیا جبهه النصره ډله د سوریې په ادلب ولایت کښې هڅه کوی دکیمیاوی وسلو په حملې سره د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د لاسوهنې زمینه برابره کړی او په دغه چلول سره ځانونه  وژغوری .

دغه راپور زیاتوی د جبهه النصره ډلې غړی  په سوریې کښې نورو دیره ترهګرو ډلو ته کیمیاوی وسلې ورکوی .

له دې مخکې هم ترهګرو د امریکا او د اروپایی هیوادونو د رسندویو او د سپین  خولیو(White Helmets) په غږملتیا سره له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې د پوځ د تورنولو لپاره بیلابیلې سناریوګانې اجرا کړی وی چې ټولې د خبری سرچینو د دقیقې ایشوا کونې په  دلیل ناکامه پاتې شوې .

سپین خولی یوه(۱) ترهګره ډله ده چې له ۲۰۱۳ میلادی کال راهسې په سوریې کښې له ترهګرو په ملاتړ کښې ستر رول لری .

سپین خولی چې امریکا، انګلستان ، فرانسه او جرمنی ورته پیسې او وسلې ورکوی په سوریې کښې له ملکی وګړو سره د مرستې ادعا کوی .