امریکا دسوریې څلویښت ښاریز ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78231-امریکا_دسوریې_څلویښت_ښاریز_ووژل
زمونږخبریال وایی دامریکا عسکرو پرون بیا په سوریې کښې په یوه بل جنایت کښې څلویښت (۴۰)کسان چې اکثره یې ښځې دی ووژلې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2018 03:16 Asia/Kabul
  • دامریکا دجنګي الوتکو په بمباریو کښې د دوو کوچنیو ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ ټول اوه غړي هم وژل شوي دي .
    دامریکا دجنګي الوتکو په بمباریو کښې د دوو کوچنیو ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ ټول اوه غړي هم وژل شوي دي .

زمونږخبریال وایی دامریکا عسکرو پرون بیا په سوریې کښې په یوه بل جنایت کښې څلویښت (۴۰)کسان چې اکثره یې ښځې دی ووژلې .

دامریکا  تر مشرۍ لاندې دداعش پرضد دتش په نامه نړیوال جعلی ائتلاف پرون د دیرالزور ولایت دجنوب ختیځ په ۱۱۰ کلومیترۍ کښې په هجین ښارګی کښې په البوقان کلی سختې بمبارې وکړې او څلویښت(۴۰) کسان یې ووژل .

ویل کیږی دسوریې په هجین سیمه کښې دامریکا دجنګی الوتکو په بمباریو کښې د دږو(۲) کوچنیو ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ ټول اوه(۷)غړی هم وژل شوی دی .