امریکا دسوریې دخلکو پرضد ممنوعه وسلې کارولی دی
-
د سوریې د ملت پرضد له ممنوعه وسلو د امریکا په مشرۍ دائتلاف د عسکرو استفاده د نړیوالوقوانینو خلاف ورزۍ او جنګي جنایت دی .
زمونږ خبریال وایی د امریکا په مشرۍ دتش په نامه د داعش ضد ائتلاف د سوریې په ختیځ کښې په هجین ښار د فاسفورس لرونکو بمونو حمله وکړه .
د سوریې د دیرالزور ولایت د جنوب ختیځ په خوا کښې په هجین ښار دامریکا د ائتلاف جنګی الوتکو د سپین فاسفورس لرونکی بمونه چې په کارولو یې بندیز دی غورځولی دی او یوشمیر ملګی وګړی یې مړه او یا ژوبل کړی دی .
د سوریې په هجین ښار د امریکا دائتلاف حمله په داسې حال کښې کیږی چې له دې مخکې د امریکا په مشرۍ دائتلاف ځواکونو په ځلونو له فاسفورس لرونکو بمونو په کار اخیستلو سره د سوریې په خلکو بمبارې کړی دی .
دسوریې خارجه وزارت مخکې د ملګروملتونو سرمنشی او دامنیت شورا پړاویز مشر ته په جلا جلا لیکونو کښې ویلی وو د سوریې د ملت پرضد له ممنوعه وسلو د امریکا په مشرۍ دائتلاف د عسکرو استفاده د نړیوالوقوانینو خلاف ورزۍ او جنګی جنایت دی .
په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې سعودی عربستان، امریکا، انګلستان ، ترکیه ، قطر، متحده عربی امارات، اردن ، بحرین ، کویت ،انګلستان ، فرانسه ،جرمنی او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .