اسماعيل هنيه: د فلسطين آرمان د ټول اسلامي امت مسئله ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78401-اسماعيل_هنيه_د_فلسطين_آرمان_د_ټول_اسلامي_امت_مسئله_ده
د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس د سياسي دفتر مشر د اسلامي وحدت په نړيوال کانفرنس کښې په دې باندې په تاکيد سره چې صهيونېسټ رژيم د اسلامي امت اصلي دښمن دے وويل، د فلسطين آرمان د يو قوم، ګوند يا ډلې مسئله نه ده بلکه د ټول اسلامي امت مسئله ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2018 11:00 Asia/Kabul
  • اسماعيل هنيه: د فلسطين آرمان د ټول اسلامي امت مسئله ده

د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس د سياسي دفتر مشر د اسلامي وحدت په نړيوال کانفرنس کښې په دې باندې په تاکيد سره چې صهيونېسټ رژيم د اسلامي امت اصلي دښمن دے وويل، د فلسطين آرمان د يو قوم، ګوند يا ډلې مسئله نه ده بلکه د ټول اسلامي امت مسئله ده.

اسماعيل هنيه نن په تهران کښې د اسلامي وحدت د دوه دېرشم نړيوال کانفرنس د پرانېستې په موقع د ويډيو کانفرنس په شکل وېنا کښې له صهيونېسټ رژيم سره د هر ډول تعلقاتو د بائيکاټ او جرم بللو په ضرورت باندې په تاکيد سره وويل: د فلسطين ملت به  هيڅکله د پېړۍ د معاملې د عملي کېدو اجازه ورنکړي.

هغه په دې باندې په تاکيد سره چې د غاصبانو په مقابل کښې مقاومت د اسلامي امت د وحدت او يو والي سبب دے زياته کړه، د فلسطين وطن د يهودي کولو لپاره ټول کوششونه به تاريخ او جغرافيا بدله نه کړې شي او د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ حق نه لري چې قدس شريف او حتی د فلسطين يوه لوېشت خاوره اسرائيلي دښمن ته ورکړي.

د حماس د سياسي دفتر مشر په دې باندې په تاکيد سره چې مقاومت د نيواکي زمکو د بيا اخېستلو يوازېنے آپشن دے، واضحه کړه، د هغو ټولو مشکلاتو او خنډونو باوجود چې دښمانو د اسلامي نظامونو لپاره رامنځته کړي دي د اسلامي وحدت نړيوال کانفرنس دا زېرے ورکوي چې اسلامي امت په هرډول حالاتو کښې د وحدت په لوري حرکت کولې شي.