امریکا دسوریې شل نور ښاریز وژلی دی
Nov 25, 2018 02:30 Asia/Kabul
-
دامریکا جنګي الوتکو په تیرو څو اونیو کښې په ځلونو د سوریې د دیرالزور ولایت په بیلابیلو سیمو بمبارې کړي دي .
زمونږخبریال وایی د امریکا په مشرۍ دتیریګر پوځی ائتلاف جنګی الوتکو بیګا د سوریې ددیرالزور ولایت د «البوکمال» په خوا کښې دهجین ښار په هستوګنو سیمو حملې سره کابو شل(۲۰) بې ګناه خلک ووژل چې نهه(۹) پکښې ماشومان او اته(۸) پکښې ښځې شاملې دی .
دامریکا جنګی الوتکو په تیرې جمعې ورځ هم ددیرالزور دجنوب ختیځ په خوا کښې په الشعفه ښارګی بمباریو سره یولس(۱۱) کسان وژلی او په لسګونو نور ژوبل کړی وو .
دامریکا جنګی الوتکو په تیرو څو اونیو کښې په ځلونو د سوریې د دیرالزور ولایت په بیلابیلو سیمو بمبارې کړی دی .
ټیګونه