نتنياهو به ډېر زر عربو هېوادونو ته په سفر لاړ شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78439-نتنياهو_به_ډېر_زر_عربو_هېوادونو_ته_په_سفر_لاړ_شي
د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم پرون وويل، ډېر زر به عربو هېوادونو ته سفر وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2018 02:50 Asia/Kabul
  • نتنياهو به ډېر زر عربو هېوادونو ته په سفر لاړ شي

د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم پرون وويل، ډېر زر به عربو هېوادونو ته سفر وکړي.

د ايرنا د رپوټ له مخې بنيامين نتنياهو په نيواکي قدس کښې د چاډ له ولسمشر ادريس دېبي سره په ګډ اخباري کانفرنس کښې همدارنګ وويل، اسرائيل د آفريقې زړۀ ته د رسېدو لپاره د پلاننګ په حال کښې دے.

د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم د تېر اکتوبر په پينځلسمه نېټه د دغه رژيم په پارلېمان کښې ويلي وو، اسرائيل او عرب هېوادونه له بل هر وخت نه زيات يو بل ته نزدې شوي دي.

نتنياهو د اکتوبر په وروستيو کښې عمان ته سفر وکړ چې دغه سفر د اسلامي هېوادونو او د مقاومت د محاذ له نيوکو سره مخامخ شو.

په دې وروستيو مياشتو کښې له اسرائيلو سره د ځينو عرب رژيمونو په تېره بيا د سعودي او اماراتو رژيمونو د تعلقاتو د بحالولو چلند ګړندے شوے دے.

له اسرائيلو سره د تعلقاتو د بحالولو لپاره د عربو هېوادونو کوششونه په داسې حال کښې دي چې صهيونېسټ رژيم کلونه وشول د فلسطينيانو له ځپلو نه علاوه زياتره اسلامي –عربي سيمې نيولې دي.

همدارنګ د سوريې ، عراق او يمن کړکېچ اماراتي، سعودي او صهيونېسټي ريښه لري، امارات ، سعودي او صهيونېسټ رژيم په عراق او سوريې کښې له ترهه ګرو څخه ملاتړ کوي.