امریکا دسوریې نور شپږ ښاریز وژلی دی
Nov 29, 2018 02:44 Asia/Kabul
-
دامریکا جنګي الوتکو په تیرو څو اونیو کښې د هجین په شمول د سوریې ددیرالزور ولایت په بیلابیلو سیمو بمبارې کړي دي.
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد د تش په نامه دجعلی ائتلاف جنګی الوتکو بیګا دسوریې د ختیځ په دیرالزور ولایت کښې په هجین کلی بمبارې وکړې او له کبله یې شپږ(۶) عادی ښاریز ووژل شول .
دامریکا جنګی الوتکو په تیرو څو اونیو کښې د هجین په شمول د سوریې ددیرالزور ولایت په بیلابیلو سیمو بمبارې کړی دی.
دامریکا جنګی الوتکو په ځینو بمباریو کښې فاسفورس لرونکی بمونه کارولی دی .
په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې پوځی ، مالی او استخباراتی مرستې امریکا، انګلستان، فرانسه ، سعودی عربستان ، اردن ، ترکیه ، قطر ، اسرائیل ، متحده عربی امارات او ځینې نور هیوادونه کوی .
ټیګونه