امریکا د سوریې نور دیرش بې ګناه ښاریز ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78552-امریکا_د_سوریې_نور_دیرش_بې_ګناه_ښاریز_ووژل
زمونږ خبریال وایی د امریکا په مشرۍ د ائتلاف جنګی الوتکو نن دسوریې د «دیرالزور ولایت» په خوا کښې په «الشعفه »کلی باندې حملې سره څه دپاسه دیرش (۳۰)بې ګناه ملکی وګړی ووژل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2018 12:35 Asia/Kabul
  • دسوریې حکومت دامریکا ائتلاف غیرقانوني ګڼي کوم چې د سوریې  د حکومت او د ملګروملتونو د امنیت شورا له اجازې  پرته حملې کوي
    دسوریې حکومت دامریکا ائتلاف غیرقانوني ګڼي کوم چې د سوریې د حکومت او د ملګروملتونو د امنیت شورا له اجازې پرته حملې کوي

زمونږ خبریال وایی د امریکا په مشرۍ د ائتلاف جنګی الوتکو نن دسوریې د «دیرالزور ولایت» په خوا کښې په «الشعفه »کلی باندې حملې سره څه دپاسه دیرش (۳۰)بې ګناه ملکی وګړی ووژل .

ویل کیږی چې د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه دائتلاف جنګی الوتکو د سوریې په دیرالزور ولایت کښې په یوه(۱) کلی او یوه(۱) روغتون بمبارې کړی دی .

امریکا په ځلونو دداعش ډلې په مرکزونو د حملې په پلمه د سوریې په ختیځ کښې ددیرالزور ولایت په هستوګنو سیمو بمبارې کړی دی او په تیره یوه میاشت کښې  یې څه دپاسه سل(۱۰۰) ملکی وګړی وژلی او په سلګونو نور ژوبل کړی هم دی .

دسوریې حکومت دامریکا ائتلاف غیرقانونی ګڼی کوم چې د سوریې  د حکومت او د ملګروملتونو د امنیت شورا له اجازې  پرته حملې کوی .

په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې امریکا، انګلستان، فرانسه ، سعودی عربستان ، ترکیه ، قطر، متحده عربی امارات ، اردن ، اسرائیل او نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .