د بحرین د ال خلیفه رژیم هڅه ناکامه شوی ده
-
د بحرین د پارلمان انتخابات د ډیموکراسۍ پرځاې د دیکتاتورۍ پراساس دي .
د بحرین د ډیموکراسۍ او د بشری حقوقو د موسسې مشر «عبدالاله الماحوزی» پرون له مهر خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل په انتخاباتو کښې د خلکو دګډون له لارې ال خلیفه رژیم ته د روا والی د ورکولو لپاره د دغه رژیم هڅه ناکامه پاتې شوه .
د بحرین د پارلمان او د ښاروالیو د ټاکنو لومړی پړاو د نوامبر په څلورویشتمه(۲۴) نیټه او دوهم(۲) پړاو هم د دسمبر په لومړۍ(۱) نیټه په داسې حال کښې وشو چې د هیواد سیاسی ګوندونو او ډلو د دغو فرمایشی انتخابات بایکاټ کړی وو .
دبحرین د ډیموکراسۍ او د بشری حقوقو موسسې مشر عبدالاله الماحوزی دې ته په اشارې سره چې د هیواد د پارلمان انتخابات د ډیموکراسۍ پرځاې د دیکتاتورۍ پراساس دی وویل په دغه خندا وړ انتخاباتو کښې چې دوهم(۲) پړاو ته غځیدلی دی رایو اچولو ته د خلکو مجبورول او د خلکو د ګډون ټیټه اندازه په هیواد کښې د سیاسی کړکیچ د اندازې ښودنه کوی .