د بحرین د ال خلیفه رژیم هڅه ناکامه شوی ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78704-د_بحرین_د_ال_خلیفه_رژیم_هڅه_ناکامه_شوی_ده
د بحرین د ډیموکراسۍ او د بشری حقوقو د موسسې مشر «عبدالاله الماحوزی» پرون له مهر خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل په انتخاباتو کښې د خلکو دګډون له لارې ال خلیفه رژیم ته د روا والی د ورکولو لپاره د دغه رژیم هڅه ناکامه پاتې شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2018 07:44 Asia/Kabul
  • د بحرین د پارلمان انتخابات د ډیموکراسۍ پرځاې د دیکتاتورۍ پراساس دي .
    د بحرین د پارلمان انتخابات د ډیموکراسۍ پرځاې د دیکتاتورۍ پراساس دي .

د بحرین د ډیموکراسۍ او د بشری حقوقو د موسسې مشر «عبدالاله الماحوزی» پرون له مهر خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل په انتخاباتو کښې د خلکو دګډون له لارې ال خلیفه رژیم ته د روا والی د ورکولو لپاره د دغه رژیم هڅه ناکامه پاتې شوه .

د بحرین د پارلمان او د ښاروالیو د ټاکنو لومړی پړاو د نوامبر په څلورویشتمه(۲۴) نیټه او دوهم(۲) پړاو هم د دسمبر په لومړۍ(۱) نیټه په داسې حال کښې وشو چې د هیواد سیاسی ګوندونو او ډلو د دغو  فرمایشی انتخابات بایکاټ کړی وو .

دبحرین د ډیموکراسۍ او د بشری حقوقو موسسې مشر عبدالاله الماحوزی دې ته په اشارې سره چې د هیواد د پارلمان انتخابات د ډیموکراسۍ پرځاې د دیکتاتورۍ پراساس دی وویل په دغه خندا وړ انتخاباتو کښې چې دوهم(۲) پړاو ته غځیدلی دی  رایو اچولو ته د خلکو مجبورول او د خلکو د ګډون ټیټه اندازه په هیواد کښې د سیاسی کړکیچ د اندازې ښودنه کوی .