اسراییلي ځواکونو یو ځل بیا په لسګونو فلسطینیان ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78832-اسراییلي_ځواکونو_یو_ځل_بیا_په_لسګونو_فلسطینیان_ژوبل_کړل
د غزې په سمندرې لاریون کې په ګډونکوونکو د قدس د نیواکګر رژیم د پوځیانو په برید کې  یو شمیر فلسطینیان ژوبل شول.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Dec 11, 2018 03:02 Asia/Kabul
  • اسراییلي ځواکونو یو ځل بیا په لسګونو فلسطینیان ژوبل کړل

د غزې په سمندرې لاریون کې په ګډونکوونکو د قدس د نیواکګر رژیم د پوځیانو په برید کې  یو شمیر فلسطینیان ژوبل شول.

 

د فلسطین د اطلاع رسولو د مرکز د راپور له مخې  اسراییلي پوځیانو پرون مازیګر  په جنګي مرمیو او اوښلنو ګازونو سره   د غزې په هغو استوګنو چې د دغه سیمې د محاصرې د لغو کولو  په نولسم سمندري لاریون کې یې برخه اخستې وه  ډزې وکړې  چې پکې په لسګونو فلسطینیان منجمله یو مرستندویه کس ژوبل شو.

د اسلامي جهاد غورځنګ د یو مشر احمد مدلل په وینا  د فلسطین ولس  د ستنیدو د حق په مظاهرو او خوځښتونو کې په پرله پسې ګډون سره  د غزې محاصره ماته کړي.

 مدلل د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د حماس د غندلو د پریکړه لیک د مسودې په تصویبولو کې  دامریکا ماتې ته په اشارې سره  وویل امریکا د فلسطین ولس په خلاف د صهیونسټ رژیم په جنایتونو کې شریکه ده.