اسراییلي ځواکونو یو ځل بیا په لسګونو فلسطینیان ژوبل کړل
د غزې په سمندرې لاریون کې په ګډونکوونکو د قدس د نیواکګر رژیم د پوځیانو په برید کې یو شمیر فلسطینیان ژوبل شول.
د فلسطین د اطلاع رسولو د مرکز د راپور له مخې اسراییلي پوځیانو پرون مازیګر په جنګي مرمیو او اوښلنو ګازونو سره د غزې په هغو استوګنو چې د دغه سیمې د محاصرې د لغو کولو په نولسم سمندري لاریون کې یې برخه اخستې وه ډزې وکړې چې پکې په لسګونو فلسطینیان منجمله یو مرستندویه کس ژوبل شو.
د اسلامي جهاد غورځنګ د یو مشر احمد مدلل په وینا د فلسطین ولس د ستنیدو د حق په مظاهرو او خوځښتونو کې په پرله پسې ګډون سره د غزې محاصره ماته کړي.
مدلل د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د حماس د غندلو د پریکړه لیک د مسودې په تصویبولو کې دامریکا ماتې ته په اشارې سره وویل امریکا د فلسطین ولس په خلاف د صهیونسټ رژیم په جنایتونو کې شریکه ده.