دلبنان حزب ا...دصهونیسټی نیواکګروپه ضدد مقاومتی عملیاتوبشپړملاتړکوی
له صهونیسټ رژیم سره اړونده سرچینو تائید کړې چې په رام ا.. کې دفلسطنیانو په صهونیسټ ضد عملیاتو کې درې صهونیسټان هلاک شوی او یو پوځی هم سخت ټپی شوی دی . وړمه شپه هم په نیواکی قدس کې په مقاومتی عملیاتو کې دوه صهونیسټان ټپیان شوی وو .
فارس خبری آ ژانس راپورو رکړی دلبنان حزب ا...ولسی غورځنګ پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره په نیواکی فلسطین او د اردن سین په لویدیځی غاړې کې د فلسطینیانو مقاومتی عملیاتو ته په اشارې سره ټینګار شوی ، فلسطنیی مجاهدینو په یوه وخت او په څو سیمو کې د وحشی صهونیسټانو په ضد ښه کړچار نندارې ته وړاندې کړی چې له صهونیسټی دښمن سره د مخامخیدا لپاره دفلسطین دمقاومت د همیشنی چمتووالی ښودنه کوی .
دلبنان حزب ا... ولسی غورځنګ درام ا... صهونیسټ ضد عملیات چې په نتیجه کې ئې د رې صهونیسټان هلاک شوی ، دخپل ټاټوبی دآزادولو دیوازینۍ لارې په توګه ئې د فلسطین د ولس له خوا د وسلوال مقاومت ټاکنه یوه سمه ټاکنه بللې ده . په دغې اعلامیې کې ټینګار شوی ، دشریفو انسانانو او مجاهدانو وینه به تل صهونیسټی نیواکګر تل له خپل ټاټوبی ترشړلو پورې ګرمه وی او مجاهدین به خپل مقاومت ته دوام ورکړی څو وحشی ډوله صهونیسټان دهغوی له ټاټوبی پښې سپکې کړی .