قدس د مسلمانانو سره کرښه ده
د ترکیې ولسمشر وویل: قدس شریف د نړۍ د مسلمانانو سره کرښه ده.
اناتولي خبري آژانس لیکلي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په استنبول کښې د قدس په غونډه کښې د فلسطین د مقاومت د شهیدانو په قدرونې سره زیاته کړه: د اسلام دښمنان به هیڅکله په بیت المقدس کښې د اسلام د مبین دین د آثارو او ارزښتونو په له مینځه وړو ونه توانیږي.
هغه څرګنده کړه چې که دښمنان که لاهم فکر کوي چې بیت المقدس ته د څو سفارتخانو په منتقلولو سره د دغه شریف اسلامي ښار اعتبار کمولی شي نو سخت په غلطه دي.
اردوغان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د فلسطین د مظلوم ولس خلاف د اسرائیلو تاوتریخجنو کړنلارو ته غبرګون ښودل هیڅکله د یهود دښمنۍ په معنا نه دي، وویل: فلسطین یوازې د یو ولس مسئله نه ده بلکې د اسلامي نړۍ مسئله او اندیښنه ده.
ترک ولسمشر همداشان د منتقد سعودي خبریال جمال خاشقجي د قتل د دوسیې په هکله د نړۍ د خلکو د ساده بللو په لړ کښې آل سعود رژيم ته خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه: عربستان به بلآخره د دې جنایت په هکله ځواب ورکولو ته مجبور شي.