په سوریې کښې ترهګرو ته د لویدیځو هیوادونو په مرستې اندیښنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78949-په_سوریې_کښې_ترهګرو_ته_د_لویدیځو_هیوادونو_په_مرستې_اندیښنه
لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا، بریتانیا او فرانسې له خپلو عربو متحدانو سره یوځاې له ۲۰۱۱ میلادی کال په سوریې کښې د ناکراریو په پیلیدا او په دغه هیواد کښې په کورنی جنګ پسې د سوریې د قانونی حکومت د نسکورولو په هیله دترهګرو ډلو هراخیزه ملاتړ وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2018 11:20 Asia/Kabul
  • له مشکلاتو سره سره په سوریې کښې  زیاتیدونکی ثبات د انکار وړ نه دی .
    له مشکلاتو سره سره په سوریې کښې زیاتیدونکی ثبات د انکار وړ نه دی .

لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا، بریتانیا او فرانسې له خپلو عربو متحدانو سره یوځاې له ۲۰۱۱ میلادی کال په سوریې کښې د ناکراریو په پیلیدا او په دغه هیواد کښې په کورنی جنګ پسې د سوریې د قانونی حکومت د نسکورولو په هیله دترهګرو ډلو هراخیزه ملاتړ وکړ .

امریکا، بریتانیا، فرانسه او ترهګر همدا اوس دسوریې د پوځ او دهغه دمتحدانو پرله پسې بریالیتوبونو او د ترهګرو ډلو بیا بیا ماتیو ته په پام سره خپلې ټولې هیلې له مینځه تلونکی ګڼی او په همدې دلیل تل هڅه کوی په هره پلمه د  دمشق د کمزوری کولو په هدف سره  اقدامات ترسره کړی .

دغه مسله  همدا اوس دسوریې په سرحدونو کښې د مرستو د وړاندې کولو لپاره د څلورم کال  په لړ کښې  د پلان دتصویب لپاره د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د لویدیځو هیوادونو په هڅو کښې ښکاره شوی ده .

د سوریې ملاتړو دغه اقدام ته غبرګون ښودلی دی او په دې لړ کښې روسیې او چین په تیرې پنجشنبې ورځ له ځمکنیو سرحدونو څخه  د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې دسوریې له خلکو سره د مرستې په پلمه ټروریسټانو ته د مرستو د استولو  پلان ته سپینې رایې ورکړې .

د ملګروملتونو امنیت شورا له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې تراوسه د سوریې د حکومت له خبرداری سره سره له ترهګرو دملاتړ د پایلو په باره کښې د ترکیې ، د عراق او د اردن له سرحدونو څخه د مخالفانو په نوم د  ټروریسټانو تر کنټرول لاندې سیمو ته د مرستو د استولو اقدام کړی دی .

په دې زمینه کښې د سویډن او د کویت د پلان له وړاندې کیدا وروسته په ملګروملتونو کښې د روسیې استازی واسیلی نبنزیا (Vasily Nebenzya) دغه پلان  نامناسب او له اوسنی حقیقتونو څخه لیری وباله او ویې ویل حاضردمه یوه(۱) لاره د سوریې دحکومت کنټرول ته ورغلی ده او دهیواد په نورو سیمو کښې هم حالات بدل شوی دی .

واسیلی نبنزیا وویل له مشکلاتو سره سره په سوریې کښې  زیاتیدونکی ثبات د انکار وړ نه دی او د انسانی حالت د ښه کیدا لپاره زیات مثبت اقدامات ترسره شوی دی او ترسره به شی .

د روسیې له نظره نړیواله ټولنه باید په ورانیو د غلبې او په خپله خوښه سوریې ته د ستنیدونکو کډوالو د امنیت د  تضمین لپاره دسوریې له خلکو او حکومت سره دمرستې لپاره اقدام وکړی.

چین  چې د ملګروملتونو د امنیت شورا دائمی غړی دی دغه لیدتوګه منی .

د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د چین استازی ما ژاوشو (Ma Zhaoxu)وویل په سوریې کښې د مرستو رسونې عملیات باید د دمشق دحکومت په څارنې سره له سیاسی کارې لیرې  او د  انصاف او دبې طرفۍ د اصولو پراساس په دقت سره ترسره شی .

چین په هغو پینځو(۵) نړیوالو قدرنو کښې شامل دی چې د ملګروملتونو په امنیت شور ا کښې د ویټو (Veto)حق لری او  تل له روسیې سره یوځاې له خپل قدرت څخه  په امنیت شورا کښې د سوریې دقانونی حکومت د ملاتړ لپاره  استفاده کوی .

دسوریې له حکومت څخه  د چین د ملاتړ په زیاتیدا سره به ډیر کم احتمال وی چې لویدیځ هیوادونه وکولای شی د دمشق پرضد پریکړه لیک تصویب کړی او دغه چاره به د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حکومت له ډیر تثبیتیدا سره مرسته وکړی .

د ملګروملتونو دامنیت شورا د دوو(۲) دائمی غړیو روسیې او  د چین له نظره دسوریې په سرحدونو کښې له خلکو سره د مرستې د پلان له مطرح کولو د لویدیځو هیوادونو اصلی  هدف په حقیقت کښې دسوریې د حکومت پرضد  دترهګرو د جنګ ددوام لپاره له ټروریسټانو سره د لاجیسټکی مرستو ترسره کول دی .

لویدیځ هیوادونه دغه کار د سوریې له جنګ ځپلیو خلکو سره د مرستو په نوم  سره ترسره کوی .

د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د بریتانیا استازی کارین پیرس (Karen Pierce)په دې هکله ادعا کړی ده چې دسوریې په میلیونو خلکو ته د مرستو رسول ضروری دی .

سره دې مطرح شوی پوښتنه دا ده چې ایا لویدیځو هیوادونو په تیرو اتو (۸) کلونو  کښې د سوریې له خلکو سره مرسته کړی ده یا دا چې  هغوې د سوریې د حکومت د راپرځولو په هدف سره له ترهګرو ډلو سره مرستې کړی دی .

د سویډن د سیاسی چارو کارپیژاند ارون لونډ (Aron Lund)وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد له ستراتیژیک پلوه توانیدلی دی هغو دښمانانو ته چې دهغه دڅنګ ته  کیدا غوښتونکی وو ماتی ورکړی .

حاضر دمه د ترهګرو ډلو موقعیت کاملا کمزوری شوی دی او د سوریې حکومت اراده لری له خپلو متحدانو یعنی له روسیې ، ایران او دلبنان له حزب الله سره یوځاې د هیواد په نورو سیمو کښې خپل بریالیتوبونه بشپړ کړی .

دغه چاره د لویدیځو هیوادونو او دهغوې دعربو ملاتړو حکومتونو لپاره د یوې(۱) خپسکۍ په معنا ده  کوم چې په سوریې کښې د خپلو کلونو کلونو پانګونې نتیجه له مینځه تلونکی وینی .