قدس د اسرائیلو نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78984-قدس_د_اسرائیلو_نه_دی
د ملایشیا وزیراعظم وویل: هیڅ هیواد حق نه لري چې قدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2018 04:19 Asia/Kabul
  • قدس د اسرائیلو نه دی

د ملایشیا وزیراعظم وویل: هیڅ هیواد حق نه لري چې قدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژني.

ماهاتیر محمد پرون د تایلینډ په بینکاک ښار کښې د یولړ مراسمو ترڅنګ، د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت د قدس شریف په پیژندلو کښې د آسټریلیا په فیصلې باندې په نیوکې سره وویل: قدس شریف تل د فلسطینیانو و او باید همداسې پاتې شي.

د ملایشیا د بهرنیو چارو وزارت هم پرون د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د قدس شریف په رسیمت پیژندلو کښې د آسټریلیا د حکومت له فیصلې سره په مخالفت کښې وویل: کوالالمپور د بیت المقدس په پلازمینه توب د فلسطین پر خپلواکۍ جدي ټینګار لري.

د ویلو ده چې د آسټریلیا خارجه وزیر سکاټ موریسن وړمه ورځ، په راتلونکي کښې له تل ابیب څخه قدس شریف ته د خپل هیواد د سفارت د منتقلولو خبر ورکړی و.