دیمن دحکومت چارواکي دعربستان ادعا رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79006-دیمن_دحکومت_چارواکي_دعربستان_ادعا_رد_کړه
سپوتینک خبری اژانس وایی دسویډن په خبرو کښې د یمن د ملی ژغورنې د حکومت دپلاوی غړی «عبدالملک العجری» استعفا شوی حکومت ته د«الحدیده »بندر د تسلیمولو اوازه بې اساسه وبلله او ویې ویل دغه ادعا دخپلو سیاسی او میدانی ماتیو د جبرانولو لپاره د دښمن پروپاګنډه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2018 02:33 Asia/Kabul
  • دیمن دکړکیچ دحل لپاره سیاسي خبرې اترې تراوسه د سعودي عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو د کارړنګونې په دلیل له ماتي سره مخامخ شوي دي
    دیمن دکړکیچ دحل لپاره سیاسي خبرې اترې تراوسه د سعودي عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو د کارړنګونې په دلیل له ماتي سره مخامخ شوي دي

سپوتینک خبری اژانس وایی دسویډن په خبرو کښې د یمن د ملی ژغورنې د حکومت دپلاوی غړی «عبدالملک العجری» استعفا شوی حکومت ته د«الحدیده »بندر د تسلیمولو اوازه بې اساسه وبلله او ویې ویل دغه ادعا دخپلو سیاسی او میدانی ماتیو د جبرانولو لپاره د دښمن پروپاګنډه ده .

هغه زیاته کړه  دموافقې مادی واضح او روښانه دی او هیڅکله د دښمن او دګوډاګیانو د ادعا پراساس د بندرونو سپارل پکښې شامل نه دی .

د سویډن په خبرو کښې دیمن د ملی ژغورنې دحکومت دپلاوی غړی عبدالمک العجری ډاګینه کړه په تړون کښې  د الحدیده ښار له شاواخوا څخه دباندې د استعفا شوی حکومت دملاتړو ګوډاګیانو او دتیریګرو شاتګ کول او د اوسنیو چارواکو  لخوا د الحدیده د ښاری چارو او دامنیتی حالاتو اداره کول شامل دی .

دیمن دسولې دخبرو اترو څلورم(۴) پړاو په سویډن کښې د ملګروملتونو په څارنې سره وشو او دواړو لورو د الحدیده بندر او ښار په شمول په ځینو سیطو کښې د اوربند په اړه موافقه وکړه .

دیمن دکړکیچ دحل لپاره سیاسی خبرې اترې تراوسه د سعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو د کارړنګونې په دلیل له ماتی سره مخامخ شوی دی .